اخبارافغانستان

مولوی عبدالکبیر:  د قومي شخړو حل په تېرو څولسیزو کې بېساری دی

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير په خپل کاري دفتر کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له سرپرست ملا نورالله نوري سره وکتل.

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت سرپرست په دغه کتنه کې وويل چې په وروستیو کې د قومونو د انسجام او د هغوی د ستونزو حل لپاره ځینې ناستې ترسره شوي او په ولايتونو کې د قومونو ګڼې ستونزې حل شوې دي.

نوموړي څرګنده کړه، چې د هېواد لرې پرتو محرومو سیمو ته د خدماتو رسولو لړۍ دوام لري او له مرستندویه بنسټونو سره په ګډه کار کوي، چې د دې سيمو اوسېدونکو ته لومړني او اساسي خدمات برابر کړي.

هغه د خپلو راتلونکو پلانونو په اړه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته هر اړخيز مالومات ورکړل.

په ورته وخت کې د رياست الوزراء سياسي مرستيال په دغه کتنه کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مسؤولینو هڅې وستايلې او ويې ويل چې په تېرو څو میاشتو کې د قومي شخړو حل په موخه د دغه وزارت هڅې د ستايلو او د تېرو څو لسيزو په پرتله بېسارې دي.

مولوي عبدالکبیر د یاد وزارت د راتلونکو پلانونو تر ارزونې وروسته وویل،د نظام د قوت او د قومونو ملاتړ او یووالي لپاره د شخړو لمنځه وړل مهم دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *