اسلامی

د اسلام د بریا زېري

۲ ـ د نبوي احادیثو په رڼا کې: دا هغه زېري وو چې د قرآن کریم په ځينو ایاتونو کې راغلی وو، اوس هغه زېری لیکو چې په نبوي حدیثو کې راغلی  او هغه په دوه ډوله ذکر کوو.

۲ ـ د نبوي احادیثو په رڼا کې:

دا هغه زېري وو چې د قرآن کریم په ځينو ایاتونو کې راغلی وو، اوس هغه زېری لیکو چې په نبوي حدیثو کې راغلی  او هغه په دوه ډوله ذکر کوو.

لومړی ډول: د اسلام د بریا مطلق زېري:

ژباړه: له تمیم داري رضی الله عنه څخه روایت دي، ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چې ویل یې: دا کار (دین) به (الله جل جلاله) هغه ځای ته رسوي چې هلته شپه ورځ رسېدلي. الله جل جلاله به نه د لوټو کور پریږدي او نه د اوښ د وړیو، خو هلته به الله جل جلاله دا دین ننباسي، د درانده په درنښت سره او د ذلیل په ذلت سره په داسې درنښت سره چې په هغه سره الله جل جلاله اسلام برلاسی کړي . او الله جل جلاله په هغه باندې کفر سپک کړي. احمد: ۴/۱۰۳ ، حاکم: ۴/۴۳۰ د مسلم په شروطو سره.

ژباړه: له حضرت عایشې رضی الله عنها نه روایت دی چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېده، (هغه) وايي: «نه به شپه لاړه شي او نه ورځ، څو (له هغه وړاندې به) د لات او عزی عبادت وشي.» ما ورته وویل: اې رسول الله! ما دا ګومان کاوه، کله چې الله جل جلاله دا ایت نازل کړ:« هم هغه الله جل جلاله دی، چې خپل رسول صلی الله علیه وسلم یې له هدایت او رښتوني دین سره استولی، څو هغه په نورو ټولو دینونو برلاسی کړي، که مشرکانو ته هر څومره دا خبره ناخوښه وي». (سورة توبه:۳۳)

چې اوس دا دین په ټولو دینونو برلاسی شو، (نو) وویل: بېشکه له دې وروسته به (دا) وي، تر څو د الله جل جلاله خوښه وي، بیا به الله جل جالله یو خوږ، ښکلی، ښه باد راوالوزوي، چې د چا په زړه کې د ‹اَورِی› هومره اېمان وي، هغه به مړ کړي. نو هغه څوک به پریږدي، چې په هغو کې خیر نه وي، نو هغوی به بېرته د پلرو نیکو دین ته ور واوړي.( مسلم: ۲۹۰۷).

ژباړه: له حذیفه بن یمان رضی الله عنه نه روایت دی، هغه له نبي کریم صلی الله علیه وسلم روایت کوي، چې هغه وویل: (نبوت به تر هغه ستاسو په منځ کې وي، تر څو د الله جل جلاله خوښه وي، چې هغه دې وي. بیا به الله جل جلاله هغه پورته کړي، کله چې د هغه پورته کېدل وغواړي. بیا به هغو په دین کلکې منګولې لږولې وي، نو هغه به تر هغه مهاله وي چې د الله جل جلاله اراده وي، بیا به هغه هم درنه پورته کړي، کله چې د هغه د پورته کېدو اراده وکړي، بیا به د جبر او زور حکومت وي، دا به تر هغه مهاله وي چې د الله اراده وي، بیا به دا درنه واخلي، کله یې چې اراده د پورته کولو وکړي. بیا به د نبوت په طریقه خلافت وي».    ( احمد: ۴/۲۷۳)

۴ ـ د بریالۍ ډلې (الطائفة المنصورة) حدیثونه: د بریالۍ ډلې حدیثو له ډېرو اصحابو کرامو رضی الله عنهم څخه روایت شوي دي، لکه ابو هریره، زید بن ارقم، مُره بن کعب بهزي، عمر بن خطاب، سلمه بن نفیل کندي، ابو أمامه، عمران بن حصین، قره بن ایاس، جابر بن عبدالله، ثوبان، مغیره، جابر بن سمره، معاویه، عقبه بن عامر، سعد بن ابی وقاص رضی الله عنهم او نور چې ځینې یې په بخاري او مسلم کې راغلي دي. په لاندې حدیث کې راځي، حضرت سعد رضی الله عنه وايي:

ژباړه: نبي کریم صلی الله علیه وسلم وايي: «زما له اُمته به یوه ډله په حق ولاړه وي، که چا هغه پرېښودل هم څه ضرر به ورته و نه رسوي، تر دې چې څو د الله جل جلاله حکم راشي او دوی همداسې ولاړ وي.»

مسلمان مؤمن کله چې دا صفات واوري، د زړه له کومې دا هیله لري چې له دې ډلې څخه وګڼل شي او دا ارزو هم لري چې د دین د بریا او لوړېدا له پاره له دې ډلې سره په غشي هم وویشتل شي. دا هیله او ارزو یې په سینه کې اور په لمبو کړي، چې له هغې څخه حماسه جوړه شي، همدا حماسه یې دعوت او بلنې ته وهڅوي چې د بریالۍ ډلې په طریقه (اهل السنة او جماعت برابر شي.)

۵ ـ د دې امت د غوره والي حدیثونه:

ژباړه: له حضرت أنس بن مالک رضی الله عنه نه روایت دی، بېشکه نبي کریم صلی الله علیه وسلم وویل: «زما اُمت د باران غوندې دی، پته یې نه لګیږي چې اول یې خیر دی که پای یې په خیر دی.» (احمد: ۳/۱۳۰ ـ ترمذي: ۲۸۳۳ او ابن حبان: ۲۳۰۷)

ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم وايي: «دې امت ته په لوړوالي، بري او په زمکه کې په واکمن کېدا سره زېری ورکړ او چا چې له هغو نه کار وکړ، د اخرت كار یې د دنیا له پاره وکړ، نو د هغه له پاره به په اخرت کې کومه برخه نه وي.» (احمد: ۵/۱۳۴ ، ابن حبان: ۲۵۰۱ او حاکم: ۴/۳۱۸).

۷ ـ د مجدد حدیث شریف:

دا حدیث ابو هریره رضی الله عنه روایت کړی دی:

ژباړه: نبي کریم صلی الله علیه وسلم وویل: «بېشکه الله جل جلاله د دې اُمت له پاره د هرو سلو کلو په سر یو کس استوي چې د هغه (اُمت) دین ورته نوی کړي.»  (ابو داود: ۴۲۹۱ او حاکم ۴:۵۲۲).

دا د اُمت د مطلق بري زېري وو، چې الله جل جلاله به دا اُمت هرو مرو بریمن کوي او نصرت به وربښي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن