اخبارگزارش

پاکستان د افغان کډوالو د جبري ایستلو دوهمه لړئ پیلوي

پاکستان یو ځل بیا په ډله ییزه او جبري توګه د افغان کډوالو د ایستلو تابیا نیولې خو افغان حکومت د پاکستان دې پرېکړې ته په غبرګون کې ویلي، چې نباید بشري موضوع سیاسي شي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر افتاب دراني د پنجاب وزیر اعلی نورالامین ته دنده سپارلې، چې د روان زېږدیز کال د اپرېل له ۱۵مې د ورغلو غیر قانوني افغانانو د جبري ایستلو لړۍ له سره پیل کړي.

د پاکستاني رسنیو د ریپوټونو له مخې، چارواکو یې هغو افغانانو ته، چې د ACC یا افغاني تابعیت کارت لرونکي دي، خبرداری ورکړی چې په دغې موده کې په خپله خوښه له پاکستانه واوځي.

ریپوټ زیاتوي، حکومت به د دغو افغانانو یو لیست چمتو او ټولو قانون پلي کوونکو ادارو او پولیسو ته وسپاري او په خبره یې، که دوی په ټاکل شوې موده کې افغانستان ته ستانه نشي؛ د غیر قانوني افغانانو په څېر به د جبر او زور له لارې و ایستل شي.

د پاکستان حکومت، هغه افغانان چې دغه هېواد ته له غیر قانوني لارو ورغلي، نیسي او د څه مودې لپاره یې په مختلفو صبو کې له بندي کولو او شکنجه کولو ورسته له خپلې خاورې په زوره اوباسي.

پاکستاني چارواکو زیاته کړې، چې د ټولو افغاني هویت کارډ لرونکو افغانانو اسناد ورسره خوندي دي او هغه ستونزې به نه وي، چې تر دې وړاندې د غیر قانوني افغانانو په پېژندنه کې ورسره مخ وو.

د یادولو وړ ده، چې د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د پي او آر یا د اوسېدو تائید کارت لرونکو افغانانو په اړه ویلي، چې په درېیمه مرحله کې به دوی له خپل هېواده اوباسي.

د افتاب دراني دغې پرېکړې ته د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت چارواکو دا یوه دوه اړخیزه موضوع بللې او وايي، چې په دې هکله یو اړخیزه پرېکړه د دواړو لورو په زیان ده.

د دغه وزارت ویاند عبدلمطلب حقاني … ورځپاڼې ته په دې اړه وویل: «باید د دواړو لوریو په توافق سره د یوه میکانیزم له لارې په تدریجي توګه افغانان راستانه کړل شي، ترڅو ددوی انساني کرامت او حقوق زیانمن نشي».

څه موده وړاندې هم پاکستان د زور او جبر له لارې د بې اسناده افغانانو په اړه دغه ډول پرېکړه پلې کړه، چې په سلګونه زره افغانان یې په ډېر بد شکل له خپلې خاورې وایستل.

فکر کېده چې، که افغان حکومت په دې اړه د پاکستان له حکومت سره خبرې وکړي، شونې ده په وضعیت کې څه ښه والی راشي خو د افغانستان د کډوالو چارو وزارت ویاند وویل، چې په دې اړه په پاکستان کې د کډوالو اتشو او د افغانستان د لوی سفارت په کچه له پاکستاني چارواکو سره ناستې شوي دي خو په دې هکله کوم توافق نه دي رسېدلي.

اندېښنه دا وه او ده، چې اسلامي امارت به پر اقتصاد سربېره دومره ستونزو سره څه ډول د کډوالو ورمات سیل سمبال کړي؟

عبدلمطلب حقاني وویل: «په تېر ځل مونږ ډېر چمتووالی هم نه درلود، خو د لوی خدای په مرسته مو هغه لوی بحران تر ډېره په ښه توګه اداره کړ، اوس خو لله الحمد د امارت په کچه د ٢١ وزارتونو لوی کمیسیون موجود دی».

د هغه په وینا هیلمند دی، چې دا پېر به هم په ښه توګه د خپلو تازه راستنېدونکو افغانانو ستونزو ته رسېدنه وکړی شي.

که څه هم پاکستان وايي، چې تر دا مهاله یې له ۴۰۰ زره ډېر بې اسناده افغانان له خپل هېواده ایستلي خو د حقاني په خبره په تېرو پینځه میاشتو کې له پاکستانه د جبري ایستل شوو افغانانو شمېر له ۵۰۰ زرو اوړي، چې لا هم ۳ میلیونه افغانان هلته مېشت دي.

نذیر منیب

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *