۱۴۰۲ لمریز کال د اسلامي امارت لپاره د بانکداري په برخه کې له لویو لاسته راوړنو ډک و.
د افغانستان بانک وايي، چې د بانکي محدودیتونو او امریکا له لورې د دې بانک د ۷.۹ میلیارده ډالرو کنګل کولو سربېره توانېدلي، چې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۱۶ سلنه لوړ کړي.
د افغانستان بانک په ۱۴۰۲ کال کې خصوصي بانکونو ته د مکتوبونو په لېږلو ټینګار کړی، تر څو مشتریانو ته اسانتیاوې برابرې کړي. دغهراز د بانکونو له لوري پر مشتریانو وضع شوي محدودیتونه تر ډېره لرې کړل شوي دي.
د تېر کال لیندۍ میاشتې په نهمه نېټه خصوصي بانکونو ته په لېږل شوي مکتوب کې راغلي: “له دې وروسته هغه کسان چې په بانکونو کې ډالري حسابونه لري په اونۍ کې ۱۰۰۰ او په یوه میاشت کې ۳۰۰۰ ډالر له خپلو حسابونو ایستلی شي.
هغه کسان چې په بانکي حسابونو کې افغانۍ لري په یوه اونۍ کې ۷۰ زره افغانۍ او په یوه میاشت کې ۲۵۰ زره افغانۍ له خپلو حسابونو ایستلی شي.”
ورته مهال په بانکونو کې د شرکتي حسابونو لرونکو ته اجازه ورکړل شوې، چې له دې وروسته ۱۰۰ زره امریکايي ډالر ایستلی شي.