افغانستان

په کندهار د غواګانو له فارمونو هره ورځ  ۱۵ زره لېټره شیدې تولېدېږي

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسئولین وايي، چې په دغه ولايت کې ۶۰۰ د غواګانو فارمونه موجود دي. د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د کرنیزو محصولاتو آمر مولوي شمس الرحمن موسی د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وویل، چې په دغه ولایت کې ۶۰۰ فارمونه موجود دي چې په کې ۱۱۸ زره او ۶۱۲ غواګانې ساتل کېږي، چې په ورځني ډول ترې شاوخوا ۱۵ زره لېټره شیدې تولیدېږي.

مولوي موسی زیاته کړه، چې دغه فارمونه د ښار په ګډون په ډنډ، ژړۍ، پنجوایي، دامان، ارغنداب او ځینو نورو ولسوالیو کې موجود دي.

د نوموړي په وینا، په دغو فارمونو کې لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *