سیاسی

د نیشه یې توکو په  وړاندي داسلامي امارت مبارزه د قدر وړ ده

د ۲۰۲۳ زیږدیز کال د جون له ۲۶ نیټې څخه د جولای تر ۲ مې نیټې پورې، چې د ۱۴۰۲ لمریز کال دسرطان میاشتې له پنځمې نیټې څخه تر یوولسمې نیتې پورې سمون خوري، د نیشه یي توکو پروړاندې د مبارزې نړیواله اوونۍ ده،

شاه محمود

د ۲۰۲۳ زیږدیز کال د جون له ۲۶ نیټې څخه د جولای تر ۲ مې نیټې پورې، چې د ۱۴۰۲ لمریز کال دسرطان میاشتې له پنځمې نیټې څخه تر یوولسمې نیتې پورې سمون خوري، د نیشه یي توکو پروړاندې د مبارزې نړیواله اوونۍ ده، بنآ دې ټکي ته موباید پام وي چې د هیواد امنیتي ځواکونه د اسلامي امارت د مشرتابه د فرامان پربنسټ د مخدره توکو پروړاندې په جدي توګه مبارزه کوي او تل یې په دي برخه کې د پام وړ لاسته رواړنې لرلې دي، البته دایو روښانه واقعیت دی چې په افغانستان کې د اسلامی امارت له واکمنیدو وروسته په ټول هیواد کې د کوکنارو کښت منع شوی او هیچا ته یې د کښت اجازه نه ورکول کیږی، په اصل کې د کوکنارو له کرکیلې مخنیوی له نیشه یې توکو سره د مبارزې یوه برخه ده، د کورنیو چارو وزارت د مخدرو توکو د کښت، قاچاق او استعمال په برخه کې لکه څنګه، چې د تیر یو کال په اوږدو کې په جدیت سره مبارزه کړي ده، همدارنګه په راتلونکې کې هم ژمن دي چې ددې شومې پدیدې مخنیوی په کلکه سره وکړي. البته څه موده وړاندې دکورنیو چارو وزارت ویلي ؤ، چې په ۴۲۱۰ عملیاتو کې د څلورو بهرنیو و ګړیو په ګډون (۵۰۵۱) کسان د نیشه یي توکو د قاچاق په تور نیول شوي، د نیشه یې توکو  پر وړاندې د مبارزې ادارې د ستراتیژۍ عملیاتي رئیس په کابل کې له نیشه یې توکو سره د مبارزې د همغږۍ په لومړۍ غونډه کې څرګنده کړې، چې په تیر کال کې زرګونه روږدۍ کسان راټول شوي دي، دغه راز له ۵۰۰ ټڼو ډیر نیشه یي او الکولي توکې نیول شوي او د هغو د تولید او پروسس ۱۷۰ فابریکې ویجاړې شوې دي، د کورنیو چارو وزارت د نیشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې ریاست د څو وزارتونو له مرستیالانو سره د همغږۍ په غونډه کې هم ویلي، چې له افغانستانه به د نیشه یي توکو ریښې وباسي، د نیشه يي توکو له کښت، قاچاق او استعمال سره د مبارزې په برخه کې د ټولو ادارو په همغږۍ به له افغانستانه د نیشه يي توکو لمن ټوله کړي. همداراز دمسؤلینو په وینا، د څه باندې یوه کال په موده کې یې د زرګونو روږدو کسانو درملنه یې هم کړې او زرګونه نور تر درملنې لاندې دي.

دغه راز د کورنیو چارو وزارت له نیشه يي توکو سره د مبارزې معیېنیت داهم  ویلي، چې هڅه کوي په افغانستان کې د نیشه يي توکو کښت، قاچاق او استعمال صفر ته راکښته کړي؛ ځکه د اسلامي امارت د رهبر په فرمان کې د نیشه یي توکو د کښت، تولید او قاچاق د مخنیوي سپارښتنه شوې ده.

له شک پرته چې د نیشه یې توکو پروړاندې د امنیتي ځواکونو مبارزه او لاسته راوړنې د قدر وړ دي خدای (ج) دې لاهم دوئ ته توفیق ورکړي چې په ټوله کې د نیشه یې توکو قاچاقبران ، پلورونکې او کاروونکې  د هیواد په هره سیمه او ښار کې چې شتون لري دوئ و نیسي او دقانون منګولو ته یې وسپاري ترڅو له امله یې د ټولنې نظم او ثبات خوندي کړای شي.

د یادونې وړه ده چې د اسلامي امارت مسوول ارګانونه باید د نیشه یې توکو دکښت د بندیدو ترڅنګ دهغې بدیل کښت ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي او ترڅنګ یې په هیواد کې د کرنیز بهیر پراختیا هم یولومړیتوب دی ځکه چې په ټولیزه توگه دهیواد په سلو کې کابو اتیا سلنه خلک دکرنې ، مالداري او بڼوالۍ په چارو بوخت دي نو په کارهم همداده چې ددغه بهیر ودې اوپراختیا ته باید ډیره پاملرنه وشي او د اسلامی امارت د مسوولو ارګانونو له لوری باید دهیواد په مرکز او ولایتونوکې قدرمن بزگرانو ته دهراړخیزو آسانتیاوو په برابرولو سربیره په مناسبو وختونو کې د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوی سرې مرستې هم وکړي ترهغه چې له امله یې  دوئ له خپلی کرکیلی څخه پریمانه حاصلات، غلې او دانې ترلاسه کړي چې له امله یې د دوئ د اړتیاوو د پوره کېدلو ترڅنگ په هیواد کې هم غلې دانې پریمانه شي، هیره دې نه وي چې  ددغې منفورې پدیدې پروړاندې د اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو ترڅنګ د افغان ولس رښتینه مبارزه هم ډیره اړینه او لازمي ده، نو راځئ چې ټول په ګډه ددغه منفورې پدیدې پر وړاندې دخپل وس اوتوان ترکچې جدي مبارزه وکړو او په دې برخه کې په پرله پسې ډول له امنیتي ارګانونو سره تل خپل بې دریغه مرسته او همکاري ونه سپموو.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *