په زرنج ښار کې د اوبو په رارسېدو سره د نیالګیو د پلورلو کچه لوړه سوې ده
د زرنج ښار درې تنه نیالګې پلورونکي، سردار ولي، عبدالرقيب او محسن د باختر خبري آژانس د محلي خبريال سره په جلا جلا مرکه کې وويل، په لښکري کانال او د هلمند په رود کې د اوبو په رارسېدو او بهيدو سره په زرنج ښار کې د نيالګيو او ګلانو د پلورلو کچه د روان کال د تېرو مياشتو په پرتله لوړه سوې ده. 4مخ
دوی همداراز زیاتوي، چې د همدې ولایت په ګل خانو کې هر ډول نیالګي لکه عناب، توت، تاک، انار، تور مرچ او همدارنګه کاغذي او ساده ګلان چې د نیمروز د آب او هوا سره ورتهوالی لري سته او په مناسبه بیه پلورل کېږي.
د نيمروز ولايت دوو تنو اوسېدونکو، حمزه او خان بیا وويل، چې د نيالګيو او ګلانو ايښودل د چاپیریال د ښکلا، زرغونتيا او د هوا د پاکېدو لپاره مهم دي او د زرنج ښار له اوسېدونکو يې وغوښتل چې په کور دننه او بهر کې نيالګي کښېنوي.
دوی زیاتوي که په لښکري کانال کې اوبه وي؛ نو خلک د نيالګيو کېښنولو ته لېواله دي خو د وروستيو وچکاليو او ګرمیو په پرتله د نيالګيو اېښودلو ته د خلکو لېوالتيا کمه سوې وه او همدارنګه په لښکري کانال کې او هلمند رود کې د اوبو په رارسېدو سره د مرکز او ولسواليو اوسېدونکي د نيالګيو ايښودلو ته لېواله کړي دي او کرنې ته یې مخه کړې ده.