د روزګان ولایت د اطلاعات او فرهنګ ریاست له لوري د دغه ولایت په چهار چینو ولسوالۍ کي یو شمېر تاریخي اثار موندلي دي.
د ولایت ولایت د اطلاعات او فرهنګ ریاست د فرهنګ او ګرځندوي امر ملا محمد افضل سید وویل د زیاتو هڅو ورسته مو دغه یو شمېر تاریخي اثار موندلي چي تر څيړونو ورسته به یې تاریخی مخینه معلومه سي.
نوموړي وویل یاد اثار چي
۷۶ رقمه مرۍ او کوریان، ۳ غټ کټوریان، ۵ کوچني کټوریان، ۱ غاب، ۲ کوچني سرپوښونه، ۱ تبر زین او ځیني نور کړي او ځینځیرونه شامل وه د دغه ولایت د چهارچینو ولسوالۍ اړوند د مغز اباد سیمي د یو اوسیدونکي سره وه او موږ تر لاسه کړه.
ښاغلي سید وویل چي نوموړي یاد ټول تاریخي اثار د ځمکي اړولو پر مهال مندلي دي چي تر معلوماتو ورسته ټول شیان موږ ته د امنیه قوماندانۍ په همکارۍ ورسېدل.
بل لور د اطلاعات او فرهنګ ریاست رئیس ښاغلي قاري اغاولي قریشي پر روزګاني اولسونو ږغ وکړئ، چي هڅه وکړي د خپلو تاریخي ابداتو ساتنه وکړي او د داسي تاریخي منقول او غیر منقول اثارو په مندولو کي زموږ سره همکارې وکړئ دابه مو زموږ سره نه هیریدونکي خدمت وي.
ښاغلي قریشي وویل د هیواد ارزښت او تاریخ ساتل د ټولو مسولیت دی موږ به د ټولو هیوادوالو په هڅه د هیواد ارزښتونه او تاریخي اثار خوندي ساتو.