د دې کارخوني د مسؤل په وینا پخوا يې په ایران کې فعالیت کولو چې اوس يې خپل هیواد کې کار پیل کړ چې تر دا مهاله د سییمی ۱۳۰ تنه کارګر کار کوي او په نږدې راتلونکې کې به دا کچه تر ۵۰۰ تنو لوړه کړي.
په یاده فابریکه کې د يو نیم میلیون ډالرو په ارزښت پانګونه شوې ده چې اوس ایران، پاکستان صادروي او په پام کې لري چې عمان او قطر ته یې هم صادرات پیل کړي.
فراه ولایت د صنعت او سوداګرۍ چارو ریاست رئیس حافظ شمس الحق اجمل وایې دغه د ماهي نیولو جالونه په خارج کې استفاده کیږي، زموږ د هڅو او جلب څخه وروسته د سیمې یو شمیر وګړو ته يې د کار زمینه برابره کړې ده.