گزارش

د روژې پیل او د کابل ښار نرخونه

ډېری وخت د روژې په رارسېدو سره په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې لوړېږي، خو دا ځل د افغانستان اسلامي امارت په بازارونو کې نرخنامې ټاکلې دي او له هېوادوالو یې غوښتي، که له ټاکل شوې نرخ نامې څخه چا ډېرې پیسې اخیستلې نو مونږ سره دې اړیکه ونیسي. له دغه ډول نرخنمامو څخه ولس خوښ برېښي، خو بیا ځیني پېرودونکي او پلورونکي د یاد کار د هرکلي ترڅنګ د ځینو جزئي برخو څخه ناخوښ هم برېښي د دې موضوع په اړه د کابل ښار کې ګرځېدلی یم او له ښاریانو سره مې په دې اړه خبرې کړې دي.

عرفان شاداب چې د کابل په ښار کې سودا اخیستلو پسې ګرځي وایي، چې مخکې روژو کې به د نرخونو لوړولو مشکل زیات و، چې سږکال تقریباً دغه ستونزه کمه شوې ده. دی د نرخنامو د ستاینې تر څنګ دا هم وایي چې په ځینو ځایونو کې لا هم دغه ستونزه پر ځای پاتې ده، هغه وایي: په ټوله کې دغه ستونزه له منځه نه ده تللې، اوس هم ځینو ځایونو کې سودا په یو نرخ او ځینو ځایونو کې په بل نرخ باندې ده، لکه ښه مثال یې د نانوایي ده، ټول یوه ډوډۍ په لس روپۍ ورکوي، خو وزن د ټولو سره برابر نه وي.

قیس چې د کابل ښار کې د خوراکي توکو هټۍ لري وایي، چې په نرخونو کې زیات تغییرات نه دی راغلی، اکثره شیان په همغه نرخ خرڅوم لکه له روژې څخه مې مخکې چې خرڅول؛ خو په وینا یې چې د ځینو څیزونو بیې کمې شوې دي. دی له نرخنامې څخه شکایت هم کوي او وایي چې بوره مونږ ته یوه کیلو په ۷۰ روپۍ تمامېږي، خو نرخنامه کې ۶۰ روپۍ راته لیکل شوې دي.

محمد رفیع په منډیي کې یو بل دوکاندار دی، دا بیا وایي چې د روژې په خاطر مې هېوادوالو ته ټوله سودا کې تخفیف لګولی دی او له نورو دوکاندارانو څخه هم د ورته اقدام غوښتنه کوي.

د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء محمد حسن آخند هم د روژې په مناسبتي پیغام کې ورته ستونزه یاده کړې ده او وایي: ډېر ځله داسې پېښیږي چې د روژې مبارکې میاشتې په رارسېدو سره د یو شمېر فرصت طلبه خلکو لخوا په بازارونو کې د خوراکي او ضرورت وړ توکو نرخونه ناڅاپي لوړېږي، څرنګه چې رمضان المبارک د ترحم میاشت ده، نو تجاران او پلورونکي باید نرخونه د امکان تر حده را ټیټ کړي، ترڅو د بې وسه هیوادوالو مرسته وشي. ټول مسؤل چارواکي باید د نرخونو د لوړیدو د مخنيوي په موخه جدي نظارت او اړين اقدامات وکړي.

د یادې ستونزې په اړه د کابل ښاروالۍ، سوداګرۍ، مالیې، عدلیې، کورنیو چارو، استخباراتو او افغانستان بانک ریاستونو او وزارتونو استازو ترمنځ د نرخونو د کنټرول غونډه هم شوې ده، چې د یو شمېر خوراکي توکو لپاره یې ټاکلي دي او له سوداګرو او پلورنکو څخه پکې د انصاف غوښتنه کوي.

د کابل ښاروالۍ استازي نعمت الله بارکزي په یوه رالېږل شوي ویډیويي کلیپ کې د نرخنامې جوړولو یادونه کوي او وایي که له یادې شوې نرخنامې څخه چا شیان په لوړه بیه خرڅول، نو د کابل ښاروالۍ له ۱۵۵ شمېرې سره دې اړیکه ونیسي.

تاج محمد بهار

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *