گزارش

کابل ښاروالي:۲میلیونه نیالګي کېنوو او هېڅ نهال به نه وچېږي

 

د نیالګیو پسرلنې ملي کمپاین د کابل ښاروالۍ له لوري پرون شنبه رسماً پیل شو، چې له دې کمپاین سره به د کابل ښاروالي د کابل ښار په مختلفو سیمو کې تر ۲میلیونو پورې نیالګي کېنوي. دغه مراسم چې د وزیرمحمد اکبرخان په تپه کې نیول شوي و، د کابل ښاروالۍ مسوولینو سربېره، د کابل والي، د اقتصاد وزارت مرستیال او د ترکیې هېواد سفیر هم ګډون کړی و.

د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رئیس عبدالوکیل متوکل د افغانستان د اسلامي امارت د لاسته راوړنو یادولو ترڅنګ و ویلې چې دلته د هېواد د زرغونتیا لپاره سره راټول شوي یو، هغه زیاته کړه: د کابل ښاروالي په اول کال باندې، کله چې امارت حاکم شول، ۲ لکه نهاله د کابل په ښار کې کېنول شول، بیا پروسږکال په همدغه ځای باندې زمونږه نهال شاني شروع وه، چې ۶ لکه نهاله له دې ځای څخه اغاز وسو او په ټول شار، واټونو او لازمو ځایونو کې توزیع شول، لله الحمد سږکال کابل ښاروالۍ ۲ میلیونه نیالګی اماده کړی دي او د کابل ښار کې د توزیع وړ او قابل دي. دی وایي چې تر

اوسه د افغانستان په تاریخ کې د کابل ښار لپاره ۲میلیونه نهاله نه دي وېشل شوي. ده د دغه نیالګیو په اړه و ویلې چې له دغو نیالګیو څخه یو دانه یې هم له بازاره یا شخصي قوریو(د نیالګیو روزلو ځای) څخه نه دي اخیستل شوي، بلکې د ښاروالۍ له خپلو قوریو، ګلخانو څخه تولید شوي دي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رئیس حافظ عزیزالرحمن هم غونډې ته وینا وکړه او ویې ویلې چې زمونږه هېواد ته خدای پاک ۴ موسمه او څلور فصله ورکړې دي، چې یو له بل څخه مختلف دي. دا وایي چې نیالګي کېنول نه یوازې ښایست دی، بلکې زمونږ او ستاسې یوه اړتیا هم ده. هغه ونې د بدن له زړه، ځیګر او وینې سره تشبه یادې کړلې، چې په وینا یې نیالګي مونږ ته هوا چاڼوي، اکسیجن راکوي او کاربن ډای اکسایډ اخلي. دی وایي: د ځمکې تودوخه ورځ په ورځ زیاتېږي، چې ښه وسیله یې د نیالګیو کېنول دی، چې د بعضې راپورنو سره سم د ۲ درجو څخه تر ۸ درجو پورې د ګرمایۍ د راکمولو استعداد په دې کې الله تعالی ایښی دی.

د کابل ښار د ۲۲ګونو ناحیو رئیس احمدشاه الکوزي بیا د دې ښار د کوڅو وکیلانو په استازولۍ ښاروالۍ ته ډاډ ورکړ چې د خدمت په ټولو برخو کې به له خلکو او نظام سره همکار پاتې کېږو.

د کابل ښاروالۍ، د ښاري خدمتونو، چاپېریال ساتنې مرستیال محمد خالد سجستاني بیا د نیالګیو کېنولو ارزښت د قرانکریم له ایتونو سره بیان کړ، هغه و ویلې چې د نیالګو کېنولو ارزښت اوس نړیوالو ته ښکاره شوی دی، په داسې حال کې چې ۱۴ پېړۍ وړاندې قرانکریم د نیالګیو کېنولو ارزښت ټولو ته واضح کړی دی. ده یادونه وکړه چې د کابل ښاروالۍ تشکلیل نسبتاً کم دی او له ښاریانو څخه یې وغوښتل چې په نوموړي برخه کې ورسره مرسته وکړي. سجستاني هغو اندېښنو ته هم ځواب و ویلې چې ګواکې اوبه کمې دي او دومره نیالګي به اوبه نشي کړلی؛ نوموړي دې برخه کې ډاډ ورکړ او ویې ویلې چې د کابل ښاروالۍ دومره اوبه لري چې له ۲ میلونو څخه زیات نیالګي اوبه کړي او یو نهال به هم نه وچېږي.

سلطان محمد ناصري چې د همدې برخې یو کارکوونکی دی، ده راته و ویلې چې ځیني ښاریان نیالګي او د ونو څانګې قطع کوي او له نظامي مسوولینو څخه غواړو چې د دغه کار په مخنیوي کې راسره مرسته وکړي.

د یادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت لخوا هم ورته ملي کمپاین په ټول هېواد کې پیل شوی و.

تاج محمد بهار

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *