په دې لیدنه کې پر اوږمهاله او اغیزمنو روغتیایي خدماتو بحث او خبرې وشوې.
ډاکټر قلندر عباد په دغه کتنه کې وویل:« دا چې اوس افغانستان کې امن دی، د هېواد هرې ولسوالۍ او کلي ته د تګ زمینه برابره شوې ده نو اړتیا ليدل کېږي، چې اوس ټولو افغانانو ته په عادلانه ډول خدمات وړاندې شي».
هغه زياته کړه، چې په هېواد کې بايد داسې پروژې چې لنډ مهاله او اغیز یې کم وي بايد په داسې پروژو، چې د خلکو ستونزو ته رسيده ګي وکولای شي، روغتيايي خدمات په کې دوامدار او ثابت وي او د ولسونو اړتیا پوره کړای شي، پرې غور وشي او عملي شي.
د یادونې وړ ده، چې د عامې روغتیا وزارت سرپرست تر دې وړاندې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د روغتیايي برخې د مرسته کوونکو سازمانونو په ناسته کې هم ګډون کړی و.