اخبارافغانستان

په فاریاب کې دوه زره څاروي د واورې او یخنۍ له کبله مړه شوي دي

 

له فاریاب څخه را رسېدلي راپورونه وايي، چې د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې شاوخوا ۲ زره څاروي د واورې او یخنۍ له کبله مړه شوي دي.

په ورته وخت کې د یاد ولایت د ځايي چارواکو له لوري له مالدارانو سره د مرستې او څارویو ته د خوراکې رسولو په تړاو ګړندۍ هڅې روانې دي او مرستندوی ټیمونه سیمې ته استول شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې په فاریاب ولایت کې هم د هېواد د یو شمېر نورو ولایتونو په څېر له یوې اوونۍ راهیسې واوره اورېدنه دوام لري او په یو شمېر سیمو کې د واورې اندازه له یوه متر څخه هم لوړه شوې ده.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *