افغانستان

خلیفه سراج الدین حقاني:  نړيوال او افغانان به د اسلامي شریعت په رڼا کې تعامل راسره کوي

د کورنیو چارو وزارت سرپرست خليفه سراج الدین حقانی خوست ته د خپل سفر په ترڅ کې د مرکزي دارالايتام فاضلانو په فراغت کې غونډه کې ګډون وکړ.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست خليفه سراج الدین حقانی خوست ته د خپل سفر په ترڅ کې د مرکزي دارالايتام فاضلانو په فراغت کې غونډه کې ګډون وکړ.

خلیفه سراج الدین حقاني دغه راز وویل: « عالیقدر اميرالمومنين حفظه الله به موږ ته په خپلو ويناوو کې ويل چې يوازې د خپلو يتيمانو کفالت او پالنه مه کوئ بلکې زموږ د مقابل لوري يتيمانو پالنه او کفالت هم کوئ، چې دادی نن مونږ د ټولو افغان يتيمانو پالنه او کفالت کوو هغه که د هر چا يتيم وي.»

نوموړوي همدا راز زیاته کړه چې موږ د کلک عزم، ثابت قدمۍ او د يو امير تر مشرۍ لاندې په خپله شل کلنه مبارزه کې الله ج بريالي کړو چې اوس الحمد الله په ټول وطن کې امن دی، دوست او دوښمن ځان امن او محفوظ احساسوي.

د نوموړي په خبره، نړيوال او بهر ته تللي افغانان به زموږ سره د اسلامي شریعت په رڼا کې تعامل کوي.

د هغه په وینا کوم وروڼه چې له زموږ څخه بهر ته مرور لاړ دي د هغوی لپاره اطمینان دی چې موږ په وطن پاتې وروڼه هم په حقوقي مسايلو کې هم محاکمو او قضایاوو ته نه دي حاضر کړي.

نوموړي پر استادانو غږ او ټينګار وکړ چې د خپلو يتيمانو او هم د تېرې ادارې د يتيمانو په سمه توګه پالنه او روزنه وکړي.

هغه په خوست کې په نږدې راتلوونکي کې د سرطاني ناروغيو د درملنې د معياري روغتون د چارو د پيل کېدو ډاډ هم ورکړ.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *