سیاسیمقالات

د افغانستان لپاره دځانګړي استازی ټاکنه د امریکا هغه غوښتنه ده چې غږ یې تل د ګوتریش له ستوني را وځي

دا لومړی ځل نه دی چې په اصطلاح دملګروملتونوسرمنشي په افغانستان کې دځانګړي استازي دټاکلولپاره د خلاصو اوتړلیودروازو ترشاه ناستې جوړوي ، خوپه حقیقت کې د ځانګړي استازی ټاکنه په افغانستان کې دامریکا هغه غوښتنه ده چې غږ یې تل دملګرو دسرمنشي [ګوتریش ] له ستوني را وځي ، که دا غږپه رښتیا هم دملګروملتونوله اړخه وي نود ملګروملتونودادارې (قوت) خودفلسطین اواسرائیلوپه جګړه کې [چې څه کم دیرش زره نر، ښځې ، ماشومان او بوډاګان پکې شهیدان اود شپیتوزروپه شاوخواکې ټپیان شول ] په کره ډول دیوې بې ماهیته اوبې خاصیته تش په نوم ادارې په توګه ثابت شو، ځکه معلومه شوه چې دخپلوپریکړوپه تطبیق کې اجرایوي صلاحیت نلري اونه یې څوک خبروته غوږ نیسي نودافغانستان لپاره به ددې ادارې دځانګړي استازي په ټاکنه کې څوک دهغوی خبره ومني ،  له بل پلوه دځانګړي استازي په اړه د ملګروملتونود سرمنشي موخه اوهدف چې دی یې مدعي دی ، څه دی ؟ ددغه استازي دنده به څه وي آیا د افغانستان لپاره به د خیررسولو اوکه دشرجوړولولپاره یوه ډرامه وي ؟

خو معلومېږي چې دځانګړي استازي ماموریت د خیررسولو لپاره ځکه نه دی چې دغه سازمان په افغانستان کې د یوناما په نامه یوه لویه مستقله اداره لري چې په بشپړډول د ملګرو ملتونو له اهدافو استازیتوب کولی شي نود ځانګړي استازي ټاکنه خوپه دې مانا تعبیرېږي  چې دیونما اوسنۍ اداره په افغانستان کې د خپلوهغه دندوچې د ملګروملتونودسازمان لخوا په اصولي ډول ورسپارل شوې ،  پاته را غلې ؟ چې ملګري ملتونود افغانستان لپاره د بل ځانګړي استازي اړتیا محسوسه کړه، دا که په رښتیا هم د ملګروملتونو دادارې غوښتنه وي نوچین او روسیه چې دملګروملتونوپه منشورکې د (ویتو) حق لري دا غوښتنه یې رد کړې اود افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکنه بابیزه اوبې اړتیا اقدام بللی ، نوبیا ددی ادارې  ټینګارد څه لپاره ؟ چې هرځل اخطارکوي دوی به په راتلونکې کې د ځانګړي استازي د ټاکلولپاره نورې ناستې هم ولري ، سړی نه پوهېږي چې ملګري ملتونه (آمریکا) په افغانستان سرله دې چې د تېرو ۴۵ کالوپه پرتله اوس په افغانستان کې مظبوط امنیت ټینګ دی ‍، نورڅه غواړي ؟ اوکه غواړي چې دافغانستان په کورنیوچاروکې له خپل میل سره سم نوره مداخله هم ولري نومداخلې خویې د تیروشلوکلونوپه ترڅ کومه داسې نتیجه ورنکړه چې دوی ته یې له نړیوال شرم پرته کومه ګټه رسولې وي اوکه غواړي چې په یوه اوبل نامه افغانانو ته سرخوږي جوړکړي دا یې هم له توان لوړه خبره ده، ځکه د اشغال په دوران کې یې د افغانانو د غیرتونو مزه څکلې ده ، اوس چې لیدل کېږي نه یوازې په سیاسي اموروکې مداخله کوي ، بلکې غواړي چې د افغانانوپه معنوي ارزښتونوکې هم مداخله ولري،  وینو او اوروچې دغزني د وروستی قصاص په اړه دوی د بشري حقونوترعنوان لاندې نیوکې درلودې په داسې حال کې چې په قصاص کې ژوند پروت دی اوقصاص یوشرعي او الهي حکم دی. کله چې موضوع له دې قراره شوه چې د مقتول د قاتل په قصاص نیوکه کېږي نومعلومېږي چې یهود نصارا په ټوله نړۍ حاکمیت غواړي ، ځانګړي استازی خوبه خود د افغانانوپه ټولوچاروکې مداخله کوي او په اصطلاح د ملګرو ملتونو ،  نه ، بلکې په نیغ ډول به د امریکا د اهدافو ترجماني اواستازیتوب  کوي .

په افغانستان کې اوس د کوم ځانګړي استازي لپاره اړتیا نه ده محسوسه اود معمول له مخې ځانګړي استازی دداسې هېوادونولپاره باید وټاکل شي چې هلته لانجې، تاوتریخوالې او سرخوږي موجود وي، په افغانستان کې اوس کومه لانجه نشته، دلته داسې ډاډمن امنیت تامین دی چې دکلونو راهیسې د افغانانوهیله او آرزو وه ، ځانګړي استازي ته هېڅ اړتیا نشته اونه هم دومره بېځایه خبروته چې نړیوالې رسنۍ پرې سرګرمې وي .

که څوک د افغانستان اوسنی امنیت د ځان په حق ظلم بولي، حتمي ده چې هغه به نوراهداف لري اویا به د تېرپه څېرافغانستان په ثاني فساد کې ښکیل کول غواړي ، نوهیله ده چې امریکا او نورمغرض هېوادونه د په افغانستان کې نورې بېځایه (سویې) ونه دنګوي .

دځانګړي استازي ماموریت په افغانستان کې ځکه نه بریالي کېږي چې افغانان د خپل ملک په اداري اموروکې د پردیوخبره هېڅکله نه مني ، د روسانود اشغال په مهال د ملګروملتونودوو استازو بنین سوان اوارمکورا لخضرابراهیمي  ډېرې تندې منډې وکړې سم  ځانونه یې ستړي کړل،  خوروسانواوافغانانوته یې کومه داسې ګټه وانړوله چې د کشالې په حل کې د ممد واقع شي نود ځانګړیواستازوتجربې په افغانستان کې ناکامې دي، ځکه په تېرکې یې هم کومه مثبته نتیجه نه ده ورکړې ، د ملګروملتونوپورته یادو استازوددې پرځای چې د افغانستان د هغه وخت په لانجه کې د حل کومه موثره او مثبته لاره موندلې وای دښکیلو اړخونوخولې یې لاپسې وموښلې اوپه حل لاره کې یې اغزي ورته  وکرل ، روسانو په افغانستان کې په ښکاره ماتې وخوړه خو د وتلو لپاره یې د ژینو دپریکړو ترنامه لاندې له افغانستان څخه داسې پښې سپکې کړې چې ترشا یې را ونه کتل  ، امریکا خوپه پرده کې  له افغانستان څخه ووته ، ښه به دا وي چې د دیپلوماتیک تعامل له لارې په افغانستان کې اړیکي وپالي نه له هغو لاروچې د بیا ځلي سرخوږیوبویې ترې راځي، ځکه نوربه په افغانستان کې کوم ځانګړي استازي ته حاجت نه وي او که په دې اړه زیات اسرارکېږي دا به په دې مانا وي چې امریکا د نورو اهدافو لپاره اوبه خړوي خو که اوبه خړوي، د ځان لپاره به داسې لانجې ګوري لکه په ویتنام، افغانستان او عراق کې چې ورسره مخ شو .

حیا ت لله حلیم

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *