اخبارافغانستان

رئيس الوزرا د ورښتونو له کبله د څارویو د تلف د مخنيوي په موخه ۵۰ ميليونه افغانۍ مرسته منظور کړه

وروسته له هغه، چې د سختو ورښتنو او ډېرو واورو له امله د هېواد په پنځو ولایتونو (بلخ، جوزجان، فاریاب، هرات او بادغیس ) کې د ګڼ شمېر هېوادوالو د مواشي او څارویو د تلف کېدو او یا د تلف له خطر سره د مخ کېدو راپورونه ترلاسه شول، د اسلامي امارت د رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخند له لوري په دې اړوند عاجله او ځانګړې غونډه وشوه.

دغه غونډه، چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، اقتصاد او د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارتونو سرپرستانو او استازو په ګډون ترسره شوه، د حالاتو تر څېړني وروسته عاجله کمیټه وټاکل شوه، ترڅو یادې موضوع ته هر اړخیزه رسېدنه وکړي.

په غونډه کې همدارنګه تصمیم ونیول شو، چې د یادو ولایتونو د واليانو په مشرۍ په هر ولایت کې یوه یوه کمېټه جوړه شي، چې د قول اردو ګانو، امنیه قومندانیو، ټولګټو چارو، عامې روغتیا ‏او نورو خدماتي ادارو استازي به پکې موجود وي او ژر تر ژره به په یادو ولایتونو کې د توان مطابق خپل ټول امکانات په کار اچوي.

يادې کمېټې به همدارنګه د خلکو مالونو ته به خوراکي توکي رسوي، د هغوی د تودو ساتلو په منظور به اقدامات ترسره کوي، د لارو د خلاصون په اړه به جدي ګامونه اخلي او په دې اړوند به د خلکو نورو غوښتونو ته عاجله رسېدنه کوي.

د اوس لپاره د چارو د ښه تنظیم په موخه د ریاست الوزراء مقام له لوري پنځوس میلیونه افغانۍ سمدستي منظورې شوې، او د اړتیا په صورت کې به نوره مرسته هم واستول شي.

د دغه کار د ښه مدیریت لپاره به په مرکز کابل کې ټاکل شوې کمېټه کار کوي او د خپلو ټولو اجرااتو راپور به د ریاست الوزرا مقام ته وړاندې کوي.

رئیس الوزراء له عامو خلکو هم غوښتنه کړې، چې د خپلو نیږدې سیمو له مالدارانو سره مرسته وکړي ترڅو د خلکو او مواشيو د نور تلف مخه ونیول شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *