فرهنگی

ادبیات او ژوند

انسان د ژوند په هر پړاو کې د خپل ذات او ژوند څخه لنډ تعبیر او تفسیر اخلي. ډېر انسانان فکر کوي بریالیتوب په ښې تنخوا، ډندې، لوی کور، شتمنۍ او لوړو زده کړو کې دی، چې دا ټول څیزونه د ژوند جوړولو او کولو اساسي برخې دي خو ژوند کول نه دي.

وحیدالله مومند

انسان د ژوند په هر پړاو کې د خپل ذات او ژوند څخه لنډ تعبیر او تفسیر اخلي. ډېر انسانان فکر کوي بریالیتوب په ښې تنخوا، ډندې، لوی کور، شتمنۍ او لوړو زده کړو کې دی، چې دا ټول څیزونه د ژوند جوړولو او کولو اساسي برخې دي خو ژوند کول نه دي.

ښه ژوند د انسان په درون کې دی، کله چې انسان ځان وپېژاند، د ژوند په مفهوم پوه شو او یو ښه فکر یې جوړ کړ، ژوند یې خپله اسانېږي او خپلې موخې ته رسېږي. چا چې ادبیات نه وي لوستي، تر ډېره له ژونده مادي تمه لري، بې پروا وي، د یو چا د خفه کېدو  او ناهیلۍ غم ورسره نه وي، یا هم په ټوله مانا یو انسان په پوره مانا نشي درک کولی، خو کله چې څوک ادبیات ولولي، هر کله چې په ټولنه کې څه ویني، غم، خوښۍ، ښې او بدې ورځې یې داسې تعبیروي چې بل هېڅوک یې هومره بوج پر ځان نشي وړلای. فکر وکړئ، ښار کې یو ځای سودا اخېستو ته ودرېدئ، له لمن مو یو کوچنی لاس تاوېږي، کله چې شاته ورګورئ، یوه وړه ماشومه په داسې حال کې وینئ، چې سترګې او لاسونه یې مړه پورته نیولي وي، او په ټیټ غږ درڅخه د مرستې غوښتنه کوي، که ستاسو په جېب کې روپۍ وي خو ور به یې کړئ، یا به یې ځواب کړئ، خو که یو ادیب له دا ډول صحنې سره مخ شي، عاطفه د ماشوم دومره ژوره احساسوي چې تر ډېره د بې‌وسه کس څېره یې په ذهن غم جوړ کړی وي. همداسې تېره ورځ مې په ګاډۍ کې ځوان وليد چې دواړه پښې یې تر زنګنو پرې وي، ورڅخه ومې پوښتل چې ژوند څه درسره کړي، سترګې یې له اوښکو ډکې شوې، په خواره خوله یې ووېیل چې ژوند مې پښې راووهلې او داسې یې وغورځولم چې اوس هېڅ پورته کېدی نشم، یاد کس ښځه او ماشومان هم لرل، ځوان، مسلمان، افغان او په ټوله مانا یو انسان و، له دې لیدنې وروسته مې ۳ شپې فکر خراب و، نن ښار کې را روان وم، یو چا له څادر«دسمال» ونیولم، ودرېدم او شاته مې مخ ور واړوه، ګورم چې له عمره پخې ښځې ووېیل:«زوی جانه! لس روپۍ راکه اولادونه مې وږي دي.» د زوی له نوم اورېدو سره مې خپله مور سترګو ته ودرېده، په زړه مې له درد دومره ګرم شو، چې پاتې په ټوله لار پوه نشوم. زه یو ادیب او لیکوال یم، ښايي دا بل چاته عادي اوسي، یا هم که اغېز پرې وکړي، تر یو څو شېبو وي، خو ادیبان او د ادبیاتو لارویان ډېر ژور عاطفي درک لري، انسان‌پاله دي، د ټولنې تر منځ په سمو او ناسمو اړیکو ژور فکر کوي، د بل انسان خوښي او غم خپل بولي، د هرې ستونزې پر لامل او حل لاری فکر کوي، تل دا خوښوي چې له نورو انسانانو سره مرسته وکړي، د هغوی د فکر په جوړونې او هڅونې کار وکړي، وړیا خدمتونه کوي او تر خپله وسه ژبې، خلکو، هېواد او ټولنې ته شپې رڼوي.

ادبیات د ژوند لارې انسان ته ښايي، فکرونه په کتابونو رغېږي او کتابونه له فکرونه رامنځته کېږي، کله چې د انسانانو فکرونه مطالعه شي، ټولې ستونزې له منځه وړل کېږي او د ژوند تفسیر ته رسېږو.

ادبیات د ژوند بیانول دي، د انسانانو تر منځ د عاطفي اړیکو ساتلو سرچېنه ده، د یوه ملت د فکر جوړونه ده، د مدني حقوقو او نړۍ والو انساني ټولنو د نږدې‌والي بنسټ دی. د علومو د انتقال یوه پوښ کړې بڼه ده. د انساني کرامت لوړوالی دی او ژوند د انسان په یوې ساه پورې تړلی دی، پر یوه غوښن او متحرک وجود، نور هېڅ هم پکې نشته، خو دا ادبیات دي، چې د انسان پښو، مغزو او بدن ته سالم خوخښت ورکوي. د ژوند کولو لارې ورته ښايي، د درک او عاطفې او نورو ګډو انساني ځانګړنو په اړه ورته شپه او ورځ لیکل، خپرونې او مباحثې وړاندې کوي، علوم ورته ژباړي، له نورو فرهنګونو سره یې بلدوي، اصول ورپېژني، د ملت او ټول‌رغونې لپاره یې ذهن جوړوي. پرته له علومو، مهارتونو، اصولو، اخلاقو او مناسبو اړیکو درلودو د انسان ژوند د یوه روباټ په څېر دی. ټولو موجودات په دې نړۍ یو ځل د ژوند حق لري، په دې توګه یو انسان باید څه ډول یاد لنډ سفر په ښو کړنو ډک کړي، څه باید وکړي چې خپل ملت، ټولنه او د ژبې ویونکي یې د نورو هېوادونو د خلکو په څېر ارامه او هوسا ژوند ولري. موږ ولې په علمي، اټومي، نظامي او ټولنیزه بڼه یوه کمزورې ټولنه لرو، څه تناقص موجود دی، ولې یې سم مدیریت نه شو کولی، ولې ارزښتونه د شخصي ګټو له مخې پالو، ولې له اقتصادي ستونزو سره مخ یوو. فکر کوئ موږ د نورو پرمختللو هېوادونو د خلکو په څېر انسانان نه یوو او که همداسې یو بل د بدبختیو پر پټولو پړ ګڼوو.

زموږ هېواد کې لا تر اوسه په پراخه کچه داسې ادبیات نه دي پنځول شوي، ژباړل شوي او خپاره شوي چې هغه ټولنه دسمون پر لور بوځي او هر کس د مسوولیت وړ وګرځوي. که تاسو زخمي شئ او یا ناروغ شئ نو ډاکټر به ستاسو زخم پټۍ کړي او یو څو نسخې دوا به درکړي، خو که ستاسو فکر ناروغ شي، په دې سره ټولنې ته تکثیر کوي او د ژوند ټول بنسټونه له منځه ځي.

د فکر جوړول او ناسم خرافاتي باورونه یې له منځه وړل او مدیریت د ادبیاتو کار دی. ادیبان په ټولنه کې باید غونډې جوړې کړي، د تلویزوني خپرونو له لارې بېلابېل ټولنیز موضوعات وړاندې کړي، تجربې او د ټولنې هره پدیده باید ولیکي او د کتاب، اخبار، مجلې او انټرنېټ پر پاڼو یې خپرې کړي. لیکل د یوې ټولنې د ژوند بڼه جوړوي، لیکوالان په ټولنه کې تر ډېر ځورېدلي خلک وي، ځکه که لیکوال د ټولنې یوه صحنه کې ځان دخیل ونه ګڼي، محسوس یې نه ګڼي او په خوښي او ځان غم ورګډ نه کړي،لیکل په اغېزمن ډول نه شي کولای. د ژوند په رازونو دپوهېدو لپاره باید کتابونه ولولو او د کتابونو له مخې باید ژوند وکړو

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن