جهان

پر اوکراین د روسیې د برید دوه کاله پوره شول

پوره دوه کاله وړاندې پرون د فبرورۍ پر ۲۴ مه سهار وختي د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین خپلو ځواکونو ته په اوکراین کې د پوځي عملیاتو د پیل امر وکړ او ورسره سملاسي روسي پوځونو د اوکراین بېلابېلې سیمې توغندیو او نورو درنو وسلو سره په نښه کړې.

د دغې جګړې په تېره دوه کلنه موده کې له دواړو لوریو زرګونه سرتېري ووژل شول، میلیونونه اوکراینیان جلا وطنه شول او دغه راز اوکراین خپلې ځینې خاورې په ځانګړي ډول ختیځې هغه له لاسه ورکړې.

امریکا او د ناټو سازمان نور اکثریت هېوادونه د اوکراین پوځي مرسته وکړه او د ځینو هېوادونو له لوري لا هم روانې دي، خو روسیه په ټول قوت سره جګړه پر مخ بیایي.

روسي ولسمشر ویلادیمیر پوتین په وار وار ویلي، چې د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو پورې به جګړې ته دوام ورکړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *