افغانستان

تېره میاشت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۸۱ زره ټنه انتقالات شوي دي

د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره وايي چې د روان مالي کال د سلواغې میاشتې په بهیر کې، د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې، ۳۸۱ زره ۴۶۹ مټریک ټنه انتقالات ترسره شوي دي.

د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره وايي چې د روان مالي کال د سلواغې میاشتې په بهیر کې، د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې، ۳۸۱ زره ۴۶۹ مټریک ټنه انتقالات ترسره شوي دي.

باختر آژانس ته د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې د معلوماتو له مخې؛ د حیرتان بندر له لارې ۳۱۲ زره ۵۳ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۲۸ زره ۱۳۳ ټنه او د تورغونډۍ بندر له لارې ۳۷ زره ۵۹۵ ټنه چې ټولټال ۳۷۸ زره ۲۵۳ ټنه نفتي او خوارکي توکي دي؛ هېواد ته وارد شوي او همدا رنګه، په ياده موده کې ۳۲۱۶ ټنه تجارتي مالونه صادر او ټرانزیټ شوي دي.

د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې ژمنه کړې چې هڅې کوي د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط چمتو او سوداګرو ته اړینې آسانتياوې برابرې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په مرغومي میاشت کې د افغانستان اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۸۶ زره ۶۴۹ مټریک ټنه انتقالات شوي چې له جملې څخه یې ۳۰۰۲ مټریک ټنه صادرات وو.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *