جهان
شمالي وزیرستان کې چاودنې ۱۱ کسان وژلي دي
د شمالي وزیرستان په شوال سیمه کې چاودنې لږترلږه ۱۱ کسان وژلي دي. د رپوټونو له مخې چاودنه د کاریګرو پر یوه لېږدونکي موټر شوې ده.
په پېښه کې ۲ کسان ټپي
شوي هم دي.
رپوټونو کې راغلي چې دغو کاریګرو په سیمه کې د پاکستان امنیتي ځواکونو لپاره د یوې پوستې په جوړولو کې کار کاوه، خو پولیسو دغه رپوټونه لا نه دی تایید کړي.
شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پولیسو یوه چارواکي شیرالله ویلي، دا پېښه د شوال میرکور کلي ته نږدې شوې ده.