سیاسی

د حماة د ټولوژنې مشر

رفعت الاسد د ۲۰۲۱ په اکټوبر کې بېرته سوریې ته راوګرځېد.

لیکنه: سمسور

رفعت الاسد د ۲۰۲۱ په اکټوبر کې بېرته سوریې ته راوګرځېد.

هغه د سوریې د پخواني ولسمشر حافظ الاسد ورور دی، په ۱۹۳۷ کال کې زېږېدلی په ډېرو پوځي منصبونو پاتې شوی، هغه د سوریې د دفاع پوځ جوړ کړ چې په ۱۹۸۲ کال کې یې ۴۰ زره سوریایي وګړي پرې ووژل وروسته یې له ورور سره په واک شخړه پیل کړه چې په نتیجه کې له سوریې فراري شو؛ وروسته له دې چې ۳۶ کاله یې په تبعید کې تېر کړل په ۲۰۲۱ کې بېرته راوګرځېد ځکه په فرانسه کې یې د نیولو امر وشو.

لومړی ژوند:

رفعت په ۱۹۳۷ کال کې د لاذقیه ولایت په قرادحه کې کې پیدا شو دوی له اصله نصیري شیعه ګان دي کورنۍ یې کمزورې وه او په کرنه لګیا ول، پلار یې علي سلیمان الاسد او مور یې انیسه مخلوف بیا شتمنه نصیرۍ وله.

لومړۍ زده کړې یې په کلي کې وې، بیا د دمشق پوهنتون ته لاړ او سیاسي علوم یې ولوستل او په ۱۹۷۷ کې یې د اقتصاد له پونځي څخه دکتورا واخیستله.

څلور ځله یې واده کړی، اوس اته زامن او اته لورګانې لري.

پوځي ژوند:

په ۱۹۵۲ کال کې د خپل ورور حافظ الاسد په څېر له بعث ګوند سره یو ځای شو، وروسته په پوځ کې د جبري عسکري وار پرې راغی، په ۱۹۶۱ کې د سوریې او مصر له بېلتون وروسته د کورنیو چارو وزارت ته ورغی په ۱۹۶۳ کې چې کله ده په حمص کې پوځي پوهنځی لوست نو د پوځي کمېټې له خوا په ولسمشر ناظم مقدسي کودتا وشوه چې د ده ورور حافظ الاسد هم پکې شریک و.

وروسته له دې چې د سوریې په حکومت کې یې د ورور برخه ډېره شوه رفعت ته هم ځینې داسې دندې وروسپارل شوې چې اهل یې نه و.

هغه د ۱۹۶۷ کال په جنګ کې هم ګډون وکړ چې د قنیطره په جبهه کې د سپاره کنډک مشر و هغه وخت لا د بریدمل په رتبه و، خو له دې جنګه د نورو عربي مشرانو په څېر ټیټ سر راستون شو. هغه رفعت چې د خپل ولس په وژلو نه مړېده له اسرائیلو سره د جنګ له میدانه ناکام راستون شو او د جولان لوړه سیمه یې هم وبایلله.

په ۱۹۷۰ کې د حافظ الاسد د ملګرو او د بعث ګوند د نورو غړو تر منځ ستونزې ډېرې شوې، د اسد د کورنۍ لېوانو د بهرني ملاتړ په اساس ولسمشر صلاح جدید له واکه لرې کړ اوس نو سوریې حکومت نصیري شو او په میدان کې یې داسې څوک نه لیدل چې د مسلمان سني ولس له وژلو یې واړوي یوازې د اخوان المسلمین فعالیت له مصر وروسته په سوریه کې ډېر و.

په ۱۹۷۱ کې رفعت د سرایا الدفاع ملېشه جوړه کړه چې د پوځ تابع نه وه بلکې رفعت یې مشر و، د دوی دنده دا وه چې حاکم نظام ته پېښېدونکی ګواښ له منځه یوسي. رفعت الاسد د سرایا الدفاع لومړی او وروستی مشر و.

په اویایمو کلونو کې د رفعت له ورور سره اړیکې بیخې خړې شوې د پخوا برعکس یې د یو بل راغورځولو ښکاره هڅې پیل کړې، بل لور ته د اخوان المسلمین د مجاهدینو فعالیت هم ډېر شو چې غوښتل یې واک ولس ته په لاس ورشي خو د اسد کورنۍ په لوی لاس ولس له حکومته لرې ساته او یواځې اجباري عسکريۍ ته یې ساتلی و خو ولس د اسد کورنۍ په وړاندې د پوځ له لارې هم پاڅون نه شو کولی ځکه د رفعت الاسد په مشرۍ د سرایا الدفاع لېوان تیار و چې پاڅون کوونکي ووژني.

رفعت الاسد د بعث ګوند په اووم کنفرانس کې ښکاره وویل چې اخوان المسلمین باید د سټالین په سیاست له منځه یوړل شي؛ څرنګه چې هغه په روسیه کې د کمونیزم د تطبیق لپاره ۱۰ میلیونه انسانان ووژل.له دې خبرې د سوریې د ولس په وژلو کې د رفعت الاسد رغبت ښکاریږي.

له سني وګړو سره یې دښمني دې حد ته رسېدلې وه چې د دفاع وزیر ته یې حکم وکړ تر څو په دمشق کې جامع جوماتونه وتړي ځکه د ده په وینا چې هلته تعصب او قومپالنې فکر پخیږي.

په ۱۹۸۱ کال کې د اخوان المسلمین پوځي ډلې الطلیعة المقاتلة د رفعت الاسد د ترور پلان جوړ کړ خو د مخابرتي ستونزې د پيدا کېدو له امله یې پلان لغوه کړخو دولت هم ژر خبر شو.په هماغه کال د سرایا الدفاع د هوایي پراشوټ د پیلوټانو په فراغت غونډه کې رفعت الاسد په حجاب لرونکو ښځو پورې وخندل،ښځینه پیلوټانې یې دې ته تشویق کړې چې له نورو ښځو حجاب و غورځوي؛ ځینو ښځینه  پیلوټانو همداسې وکړل. دې کار په راتلونکي کې د کلیو ښځو ته بد خبر لاره. سره له دې چې په هماغه وخت کې هم دا کار وغندل شو.

د حماة ټولوژنه:

د ۱۹۸۲ کال د جنوري په وروستیو کې د رفعت الاسد په مشرۍ سرایا الدفاع، درېمې فرقې، ۲۱مې لوا، ۵۷مې لوا، پوځي مخابراتو او د علي حیدر په مشرۍ

ځانګړو ځواکونو چې ټول ۲۰ زره کېدل؛ د حماة ښار یې له ټولو لورو کلابند کړ، لارې یې ور بندې کړې او د فبروري په دویمه یې په ځمکه د ټانکونو په واسطه او له هوا نه د هلیکوپټرو په واسطه په ښار بمبار پیل کړ، برېښنا او اتصالات یې پرې کړل.بمبار درې ورځې د باران په څېر روان و، په دې درې ورځو کې په زرګونو خلک شهیدان شول. په دې دوران کې یو ځل رفعت الاسد له ملګرو ورک شو خو وروسته په داسې حال کې ولیدل شو چې په هلیکوپټر کې د پیلوټ پر ځای ناست و او په ښار یې بمونه ورويشتل. د حماة لپاره د سوریې په ځینو ښارونو او په ډېرو نورو هېوادونو کې مظاهرې راووتې، او ډېر دریځونه د هغه وخت په رسنیو کې واوښتل په رفعت الاسد، په کورنۍ یې او د سوریې په حکومت پسې هر څه وویل شول.

رفعت وروسته له دې چې له بهره یې درې ورځې ښار بمبارکړ او په دې ډاډه شو چې د اخوان د کم شمېر وسلوالو زور نه رسیږي نو پوځ ته یې امر وکړ چې ښار ته ننوځي، له دې وروسته سوري پوځ په ښار د ځمکې له لارې یرغل وکړ،ګرځبندیز یې ولګاوه؛ خو بیا هم د اخوان مجاهدینو مقاومت کاوه او پوځ یې دې ته نه پرېښوده چې مخکې تګ وکړي پوځ له هوا څخه د سرتېرو په راښکته کولو پیل وکړ، د ولسي وګړو وژلو لا هم دوام لاره څوک ژوندي او څوک مړه اعدامېدل د خلکو هر ډول شتمني سوځول کېده له ګرځبندیز سره،سره پوځ په کورونو وراوښت هیڅوک په امن کې نه و کله د تېښتې لارې سرایا الدفاع بندې کړې وې.

دغه ټولوژنه په خپل وخت کې یوه لویه ټولوژنه وه خو انقلابي رفعت د سټالین په عقیده ولاړ و، په دې ټولوژنه کې ۴۰ زره تنه شهیدان شول سره له دې چې په حماة کې د اخوان المسلمین د مجاهدینو شمېر له زرو کم و. همدارنګه ۱۷ زره نور ورک شول چې د څلور زره تنو نومونه یې ثبت شوي دي،۷۹ جوماتونه وران شول او ۳کلیساوې  ونړېدې ، د حماة ښار ځینې برخې خو په بشپړ ډول ونړېدې.

رفعت په ۲۰۱۱ کال کې په یوه ټلویزیوني مرکه کې د حماة د ټولوژنې مسؤلیت و نه مانه

د هغه د خبرې په اساس دا د سوریې د رژیم له لوري پر ده ورتپل شوې؛ هغه خپل ورور حافظ الاسد په هغو ټولو پېښو تورن کړ. ویې ویل چې زه تر اوسه له سره حماة نه پېژنم. ځان یې په دې خلاص کړ چې د اساسي قانون له مخې که هر څوک په سوریه کې له اخوان سره یو ځای شي اعدامیږي. همدارنګه یې له دې هم انکار وکړ چې دی د سرایا الدفاع مشر و او سرایا الدفاع ته منسوب جرمونه یې هم و نه منل یوازې دا یې ومنله چې دی د۵۶۹ کنډک مشر و.

په ورور باندې کودتا:

د حماة کنډوالې لا نه وې رغېدلې، نه یې د مړو غمونه ساړه شوي ول،په ړنګو دېوالونو یې مظلومې وینې وچې وې خو څنګ ته یې د نصیري پوځ د لا اٍله اٍلا الوطن و لا رسول اٍلا البعث شعار پاتې و. لېوه رفعت خوله لا په وینو سره وه، دا ځل یې نور څوک و نه لیدل په خپل ورور یې حمله وکړه. د ۱۹۸۳ کال په فبروري کې په حافظ الاسد د زړه دوره راغله، د ګوند کمیټې غونډه جوړه کړه دلته د رفعت الاسد اراده بدله شوه په غونډه کې یې وویل چې د پوځي مخابراتو مشر علي دوبا،په لبنان کې د سوریې د ځواکونو مشر ابراهیم صافي، د سپیشل فورس مشر علي حیدر، او د هوایي مخابراتو مشر محمد خولي دې له دندې لرې شي، هغه د انکار په حالت کې غونډې ته اخطار ورکړ چې په خپلو ځواکونو به ټول دمشق ونیسي.

د ۱۹۸۴ کال په فبروري کې د حافظ روغتیا مخ په ښه کېدو شوه، لومړۍ پرېکړه یې دا وه چې د رفعت الاسد امنیتي سلاکار ډګروال سلیم برکات دې ونیول شي، ورپسې یې رفعت خپل مرستیال وټاکه او ډګروال محمد غانم یې پر ځای د سرایا الدفاع مشر وټاکه. حافظ لیدل چې د رفعت زور لا هم ده ته ګواښ دی د هماغه کال په مارچ کې یې صلاحیتونه ور محدود کړل او ځینو نورو ته یې په واک کې ځای ورکړ. دا مهال سرایا الدفاع د رفعت له لاسه وتلی و خو ځینې پوځي کنډکونه لا ورسره پاتې ول امر یې ورته وکړ چې د دمشق مهم ځایونه ونیسئ په مقابل کې یې ځانګړو ځواکونو د علي حیدر په مشرۍ او جمهوري ګارډ د عدنان مخلوف په مشرۍ مقابلې ته تیاری ونیو؛ رفعت په پلازمېنه کې له ورور سره جنګ پیل کړ. خو د اپریل په پای کې رفعت پوه شو چې ځواک یې نا انډوله دی نو د ورور شرطونه یې ومنل، پوځ او سرایا الدفاع یې یو ځای کړل او څلورمه فرقه یې د حافظ زوی باسل ته پرېښوده خپله د حکومت له لوري د تبعید په نوم مسکو ته لاړ، هغه رفعت چې د زر تنو مجاهدینو د له منځه وړلو لپاره یې ۴۰ زره نور عام وګړي ووژل اوس د خپل فکري لېډر سټالین وطن ته تش لاس ورغی د لیبیا ولسمشر معمر قذافي په دې هڅه کې و چې د دواړو وروڼو تر منځ په برابۍ ستونزه له منځه یوسي نو کله چې رفعت الاسد تبعید شو ۲۰۰ میلیونه ډالر یې ورکړل.

په ۱۹۸۶ کې رفعت د خپل ورور د راپرځولو لپاره د بریتانیا مرسته وغوښتله خو و نه منل شوه ځکه چې د بریتانیې او او حافظ اړیکې هغه وخت حساسې وې همدارنګه د سوریې او روسیې اړیکې هم په ښه لور وې رفعت الاسد دوه میاشتې وروسته د المغرب په پاسپورټ لندن ته ورسېده ځان یې د سوریې وليعهد ولسمشر!!! اعلان کړ او ځینو هېوادونو یې هم ملاتړ وکړ.

سیاسي خوځښت:

رفعت په ۱۹۹۲ کې هغه مهال سوریې ته راوګرځېده چې مور یې مړه وه مور یې له مرګه مخکې د راتلو ورته ویلې و، رفعت په تبعید کې هم د ملي امنیت مرستیال او د ګوند انتخابي غړی و؛ په ۱۹۹۹ کې یې الاخبار العربیة چینل جوړ کړ او د بعث ګوند پر ضد یې فعایت ته وده ورکړه دا چینل یې زامنو سوار او ریبال تر ۲۰۰۹ پورې په انګلیسي او تر ۲۰۱۴ پورې په عربي وچلاوه.

په ۲۰۱۸ کې خپلې کورنۍ ته د بریتانوي تابعیت غوښتونکی شو خو له بشار الاسد سره د خپلوۍ له امله ونه منل شوه.

د ۲۰۱۱ په پیل کې چې د سوریې انقلاب راغی؛ رفعت الاسد له خپل وراره بشار الاسد څخه وغوښتل چې د ولسي وګړو په نښه کول پرېږدي همدارنګه یې په یوه تلویزیوني مرکه کې وویل چې له سوري رژیم سره د خبرو وخت پای ته رسېدلی او باید په نظام کې بدلون راشي. زوی یې ریبال الاسد یو سیاسي دریځ ونیو او د تره د زوی پر ضد یې فعالیت روان کړ، په مقابل کې یې ورور فراس د اسدي کورنۍ د لېوانو پر ضد دریځ ونیو، په سوریه یې د خپلې کورنۍ په تسلط نیوکه وکړه او د خپل پلار او کورنۍ هر اړخیز فساد یې په رسنیو کې څرګند کړ.

رفعت د بشار پر ضد خپل مخالف دریځ ته د ۲۰۲۱ تر مۍ پورې (هغه وخت چې په فرانسه کې د سوریې په سفارت کې  راښکاره شو)دوام ورکړ خو وروسته یې  له خپلې حاکمې کورنۍ سره اړیکې مخ په ښه کېدو شوې او د ۲۰۲۱ په اکټوبر کې یې له سوریې څخه انځور راغی چې له وراره بشار الاسد او د کورنۍ له نورو غړو سره یو ځای و

قضایي څار: په ۲۰۱۳ کې د شیرپا په نوم یو ګروپ په فرانسه کې د رفعت پر ضد د فساد دوسیه پرانیستله دلیل یې دا و چې رفعت په سوریه کې په هر اړخیز فساد کې ښکېل دی دې ډلې ادعا وکړه چې رفعت الاسد د یوې ترهه ګرې ډلې په ملګرتیا د سوریې عامه شتمنۍ کنګل کړې وې، رفعت په ۲۰۱۵ کې د فرانسې په يوه محکمه کې خپل دلایل وړاندې کړل او پر وړاندې یې کوم داسې څوک را نغلل چې د ده په جرمونو ثبوتونه وړاندې کړي.

په ۲۰۲۰ کې پرې د فرانسې لومړۍ محکمې د ۴ کاله زندان او په فرانسه کې یې د موجودو شتمنیو(ارزښت یې ۱۰۰ میلیون ډالره و) د اخیستل کېدو حکم وکړ. دوه کاله وروسته د سویس یوې محکمې هم د ۱۹۸۲ کال د جرمونو په دلیل د ده د نیولو حکم وکړ.

همدارنګه په ۲۰۲۱ کې د فرانسې د استئناف محکمې د ده د بندي کولو او د شتمنیو د نیولو حکم وکړ. له دې وروسته رفعت دا ښه وبلله چې بېرته سوریې ته راستون شي؛ په یاد شوي تاریخ رفعت الاسد بېرته سوریې ته راستون شو خو اوس د عمر د ډېروالي له امله فعالیت نه لري او د حماة شهیدان یې لا هم د شپې په خوب کې ځوروي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *