افغانستان

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفیل:افغان کډوالو ته دې د نړيوالو قوانينو له مخې اسانتياوې برابرې شي

هجرت پیغمبري سنت دی، ډېرو پیغمبرانو د ظلم، ناروا او بې عدالتۍ له لاسه هجرت کړی، زموږ د خوږ پیغمبر حضرت محمد ص جلیل القدره اصحابو هم لومړی له مکې مکرمې څخه حبشې ته او تر هغې را وروسته بیا د دوی په شمول نورو ګڼو صحابه کرامو د مکې معظمې د مشرکینو له شر څخه د نجات په موخه مدینې منورې ته هجرت وکړ، همدا وو چې الله (ج) دغو مهاجرو ته د دغه کار په بدل کې د ستروسترو اجرونو وعده ورکړه.

دېته ورته په تېرو څو لسیزو کې د ظلم، استبداد، پر وطن د نورو د تېري او اشغال، جګړو او ستونزو له امله هم ګڼ شمېر افغانانو خپل هېواد پرېښود او لاهم د ګاونډیانو په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې مېشت دي، چې موږ د دوی ددې اوږده کوربتوب له امله له دوی مننه کوو.

له نېکه مرغه په افغانستان کې د اسلامي امارت له بریا او په ټول هېواد کې د امنیت له ټېنګښت سره سم اسلامي امارت هڅې کوي له نورو هېوادونو څخه د افغان کډوالو بېرته راتګ ته زمینه برابره کړي. همدا لامل دی، چې ډېر شمېر یې هم بېرته هېواد ته راستانه شوي، څوک چې بېرته هېواد ته راستانه شوي، د اسلامي امارت او مرستندویه بنسټونو له لوري ورسره مرستې شوې او ترڅنګ یې ورته د کاري فرصتونو زمینه هم برابرشوې ده.

دا چې لاهم یو شمېر افغانان له هېواده بهر د کډوالۍ ژوند تېروي، نو له کوربه هېوادونو غواړو، چې له ټولو افغان کډوالو سره د ښه چلند ترڅنګ د کډوالۍ د نړیوالو قوانینو په رڼا کې ورته د ژوند لازمې آسانتیاوې هم برابرې کړي.

پدې اړه د کډوالۍ پر نړیوالو ادارو غږ کوو، چې د افغان کډوالو ژوند ته کوم، چې په تېرو حکومتونو کې په کور دننه او یا له هېواده بهر کډوالۍ ته اړوېستل شوي، پوره پام وکړي؛ همدارنګه دې په دې برخه کې له اسلامي امارت سره هم همکارۍ پراخې کړي.

له نېکه مرغه په افغانستان کې د امنیت په ټینګښت سره حق حقدار ته رسېږي، پر هېچا فشار نشته، چې کډوالۍ ته مخه کړي، هغوی چې په همدې پلمه له افغانستانه وتلي د اسلامي امارت او ولس غېږ ورته خلاصه ده، کولای شي په ډاډه زړه بېرته هېواد ته راستانه شي.

د افغانستان اسلامي امارت غواړي ټولو افغان کډوالو ته هېواد ته د راستنېدو لارې هوارې او ممکنه اسانتیاوې رامنځته کړي.

هغوی، چې په انساني قاچاق کې لاس لري او د انسانانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي، اسلامي امارت به یې په کلکه د مخنیوی ترڅنګ له دغه ډول اشخاصو سره د اسلامي شریعت په رڼا کې حساب کوي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *