افغانستان

کابل ولایت کې کابو ۲۳۰۰ جریبه ځمکه تر بررسۍ  لاندې ونیول شوه

د کابل ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت خپل عملي کارونو په څلورو ښارګوټو کې ترسره کړل او دغه ښارګوټي یې بررسي کړل.

د کابل ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت خپل عملي کارونو په څلورو ښارګوټو کې ترسره کړل او دغه ښارګوټي یې بررسي کړل.

د هیئت د بررسۍ په پایله کې مشخصه شوه چې بګرامۍ ولسوالۍ کې د لدین خیل ښارګوټی چې ۲۰۰۰ جریبه ځمکه پکې شامله ده او د تره‌خیل قوم ښارګوټی چې د میرویس ښارګوټي ترڅنګ پر ۲۰۰ جریبه ځمکه جوړ شوی د کادستر د معلوماتو له مخې دولتي دي. ددغو ښارګوټو اوسیدونکي یې د شخصي مالکیت ادعا لري او له هغوی څخه سندونه او شرعي قبالې وغوښتل شوې.

دغه راز یاده هیئت، د اتمې حوزې اړوند د سلیم کاروان ښارګوټي سیمه چې ۴۳ جریبه ځمکه پکې شامله ده او د اخلاص ښارګوټی چې ځاځي پارک ته څیرمه په ۴۵ جریبه ځمکه جوړه شوی بررسي کړل. یاده ځمکه د کادستر په سندونو کې دولتي ده او د اخلاص ښارګوټي متصرفان یې د مالکیت ادعا لري. هیئت له هغوی څخه سندونه وغوښتل.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *