جهان

روسیې دفاع وزارت د مسکو پر فضا دوه بې‌پیلوټه الوتکې ویشتي او نسکورې کړي

د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د مسکو د یوې سیمې پر فضا یې تېره شپه دوه بې‌پیلوټه الوتکې ویشتي او نسکورې کړې یې دي.

د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د مسکو د یوې سیمې پر فضا یې تېره شپه دوه بې‌پیلوټه الوتکې ویشتي او نسکورې کړې یې دي.

د آزادي راډیو د خبر مرکزي څانګې د دغه وزارت په حواله ویلي چې دفاعي ځواکونو یې دواړه الوتکې په بریانسک سیمه کې نسکورې کړي چې چاته یې زیان نه دی اړولی.

د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د شپې په مخه د مسکو د دوو هوایي ډګرونو فعالیتونه هم د شاوخوا یوه ساعت لپاره ځنډېدلي وو.

روسي چارواکي دغه بې‌پیلوټه الوتکې د اوکراین د پوځ اړوندې ګڼي، خو اوکرایني چارواکي په دې اړه ښکاره څه نه وایي.

بل لور ته اوکرایني ځواکونو د دغه هېواد په ختیځ کې پر پولتاوا سیمې د روسیې د تازه بریدونو خبره کړې او ویلې یې دي، د تېرې شپې په دغو بریدونو کې دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.

خپلواکو سرچینو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *