سیاسی

د سلواغې ٢٦ مه  یا د حماسو  په منځ کې د بلې حماسې جنډه

افغان ولس له ټولو ستونزو ، ناخوالو او ضعیفو تحمیلی ټکو  سره سره چې د ناسالم او خام  سیاسی - اجتماعی مدیریت او استبداد  له امله ورسره لاس او گرېوان دی او د تاریخ په اوږدو کې یې له دغه اړخه ډېر تیندکونه خوړلي او بهرنيو یرغلګرانو  ته یې په دغه جغرافیه کې د استعماری نقشو د پلي کېدلو طمعې پیداکړي  او  بیا بیا د  استعمار د پراختیا غوښتنو هڅو  ښکار شوي دي ،  ځینې داسې ملي او حب الوطني احساسات لري  چې  نړۍ په  نورو ولسونو کې یې  لږې بیلګې تر سترګو کېږي  او هغه په هرڅومره لږو امکاناتو  او آن تشو لاسونو  د وطن دفاع  او د هر بهرني  پر وړاندې د حساسیت ښودل او مقابل کېدل دي .

شبیر راحل

افغان ولس له ټولو ستونزو ، ناخوالو او ضعیفو تحمیلی ټکو  سره سره چې د ناسالم او خام  سیاسی – اجتماعی مدیریت او استبداد  له امله ورسره لاس او گرېوان دی او د تاریخ په اوږدو کې یې له دغه اړخه ډېر تیندکونه خوړلي او بهرنيو یرغلګرانو  ته یې په دغه جغرافیه کې د استعماری نقشو د پلي کېدلو طمعې پیداکړي  او  بیا بیا د  استعمار د پراختیا غوښتنو هڅو  ښکار شوي دي ،  ځینې داسې ملي او حب الوطني احساسات لري  چې  نړۍ په  نورو ولسونو کې یې  لږې بیلګې تر سترګو کېږي  او هغه په هرڅومره لږو امکاناتو  او آن تشو لاسونو  د وطن دفاع  او د هر بهرني  پر وړاندې د حساسیت ښودل او مقابل کېدل دي .

همدا وجه ده چې دغه غیرتی ولس  د هېڅ بهرني یرغلیز فکر او عمل پر وړاندې  بې تفاوته او یا هم  د یرغل لور ته نه دی پاتې شوی  او په خپلو زړو زنګ وهلو  قرون وسطایی تورو او چړو یې هم د  وطن د حریم دفاع کړې او په دغه ډګر کې یې په بیساري سیالۍ کې  بېساري تاریخي حماسې کړي  او هر ځل یې د حماسو  جنډې هسکې کړي دي .

دا زموږ د عام ولس د ملي او اسلامي  احساس او مسوولیت د مظاهرو  عملی انځور  او تاریخي تغییر نه منونکی او سازش نه کوونکی بهیر دی  او په دغه بهیر کې پرته له همدغه عینی واقعیته ، بل څه نه تر سترګو کېږي .

په دغه ځای کې د متوسطې د دوران د پښتو کتاب د یو لوست  ( چې د شعر په ژبه ترتیب شوی و  ) وروستی بیت را یاد شو چې  د وطن د ملی او اسلامی حماسو د ساتلو ، مدیریت او نوي نسل ته د دغه ملي امانت  د انتقال خبره ده  :

(( ساتو خاطرې ژوندۍ

هم دا سالګرې ژوندۍ ))

رښتیا چې د هر انقلاب نه وروسته د انقلابي خاطرو او حماسو ساتل او له انقلاب وروسته د سیاسي اداري نظام په جوړولو کې د خاطرو  او خاطرو جوړوونکو او حماسو او حماسو  جوړوونکو اتلانو  قدردانی  یوه دنده ده ،  ځکه لکه چې  وایی (( ځمکه هغه سوځي ، چې اور پرې بل وي ))،  نو په دغه حساب په وطن او وطنی ارزښتونو هغه کسان ډېر سوځي، چې د وطني ارزښتونو لپاره یې قربانۍ ورکړي وي  او  تر هغوی راکښته  دویم او دریم نسل ته بیا  هماغه د :  (( پلار ګټلي په زوی آسان )) مقوله واقعیت او مصداق پیدا کوي او ډېر هغه څه چې باید  له انقلاب وروسته نظام په جوړولو کې ډېر ضروری وي ،  د بیلابیلو علتونو له امله نالیدلي او یا غیرضروري ګڼل کېږي او لوی لوی مصلحتونه پکښې له منځه ځي .

په خواشینۍ چې زموږ د ټولنې  د طبقاتي  او  قبیلوي او غیر مدني جوړښت له امله  له هر ځل انقلاب او حماسو او خاطرو وروسته د نظام جوړولو په عملیه کې  موږ له یو سلسله دایمي ستونزو سره لاس او ګرېوان کېږو  او په دغو ستونزو کې  زموږ د انقلاب د مهال ډېر ارزښتونه وننګول شي  او آن چې د ارزښتونو په مقابل کې راشي  او  دا  ډېر خواشینوونکی او تریخ واقعیت دی  .  که لږ په زغرده او جرئت یې ووایو ،  دغه ستونزې ، د نوي نظام په جوړولو کې د  معلوم الحالو کړیو د ګوډاګیانو  له خوا  د قومي او سمتي او قبیلوي تربګنیو اور ته لمن وهل دي  چې هر ځل یې هماغه د انقلاب  د واحد مورچل  د سپاهیانو  او ساتونکو  د وینو لښتي  بهولي دي  او دا زموږ د هېواد  په تاریخ کې  تور داغ پاتې شوی  دی .

پیغمبر ص فرمایي :

(( مومن شخص  دوه ځلې له یو سوري  نه چیچل کېږي ))

معنی دا چې   مومن مسلمان باید دوه ځلې یو ډول اشتباه و نه کړي ، یا هم دوه ځلې د یو لوري  یا یو شخص یا یو هیواد  یا یو دشمن او رقیب  او ډلې او ادارې  له خوا ، یو شان و نه ننګول شي او یا  په تکرار سره  په یو خېل ستونزو کې ښکېل نه شي ،

خو په خواشینۍ چې موږ په وار وار   له همدغه سوري چیچل کېږو  او دا  واقعیت  د ادارې او مدیریت په برخه کې زموږ ضعف ، نابلدي  او ناوړتیا  په ګوته کوي  .

د هیواد  تکړه تاریخپوه ، میر غلام محمد غبار په دې اړه وایي  :

(( افغانان له هر ځل په وینو کې له غسل وروسته ، بیرته هماغه له غسل مخکې خيرنې جامې پر تن کوي ))

یعنی  موږ هر ځل د خپلو غفلتونو  او ژوند د ناخوالو  له امله په وینو کې لامبو او د وینو لښتي مو بهېږي  ، خو  له هر انقلاب وروسته ، بیرته هماغه پخواني وضعیت او حالت ته ورګرځو  ، په داسې حال کې چې د یوې ټولنې تر انقلاب مخکې او وروسته حالات باید یو خیل نه ، بلکه متفاوت اوسي  .

د ١٣٦٧ کال د سلواغې ٢٦ مه ،  زموږ  د هېواد په تاریخ کې د شوروي اتحاد د یرغل پر وړاندې د  افغان باتور ولس د حماسو د بریا او  جنډې پورته کولو او پورته کېدلو  ورځ ده ،   چې یو لوی سړیخور او وینه زبېښونکی پوځ زموږ  د انقلابي  ارادې  پر وړاندې مات شوی او پر شا شوی دی او دغه ورځ دې زموږ  غیور او مېړني ولس ته  مبارک وي  .

په خواشینۍ چې  په هيواد کې  د روس پلوي نظام  له نسکورېدو وروسته د نظام په جوړولو کې  بیا هم هماغه پخوانۍ پېښې تکرار شوي  او دا ځل هم  هماغه څه وشول چې پخوا به کېدل  او آن چې تر هغو پخوانیو هم  ډېر ناوړه او غلیظ  وو  او و مو لیدل چې  د هماغو  پېښو په پای کې ، د روسانو او  وارسا  د یرغل له ماتې وروسته ،  د ناټو  او غربي بلاک له یرغل سره هم مخ شوو  او له ١٣٧١  کال را هیسې  تر اوسه دغه ټولې ناخوالې  او د وینو لښتي د هماغه تاریخي اشتباه له دروازې راغلی  دي .

نن  موږ  د  هیواد په تاریخ کې  د  یوې لویې تاریخي بریا او ورځي  یادونه کوو  او ټول مېړني ولس ته د دغې ورځې مبارکي وایو  ،  خو په   تېرو پېښو کې د پاتې راغلو یارانو   انحرافات  او تاریخي مکررې پېښې  هم له یاده نه باسو ،  هغه چې زموږ ګڼ شمېر ارزښتونه پکښې بې ارزښته شول  او آن چې د انقلاب تیوریک اصول یې تر پوښتنې لاندی راوستل .

خو هغوی چې د حوادثو د علمی تحلیل جوګه دي ،  پوهېږي چې د فرد انحراف او اشتباه  ، د هغه د فکر او  یا هم ټولو فکری لارویانو  اشتباه نه ، بلکې  له فکري اصولو څخه د فرد انحراف په ګوته کوي  او یا هم دا د انقلاب تقصیر نه ، بلکې  د  انقلاب  په قیادت کې د لازم سیاسی او اداری استعداد نشتون جوتوي او بس .

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *