افغانستان

د سالنګ لویه لاره د ترافیکو پرمخ بیا وتړل شوه

د بغلان امنیتي مسئولین وايي، چې د سالنګ لویه لاره پرون سهار د سختو واورو او توپان له امله د ترافیکو پرمخ بیا تړل شوې ده.

د بغلان امنیتي مسئولین وايي، چې د سالنګ لویه لاره پرون سهار د سختو واورو او توپان له امله د ترافیکو پرمخ بیا تړل شوې ده.
د بغلان د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپانې په خپرلو سره ویلي، چې د ترافیکي پېښو د مخنیوي په خاطر پرون سهار د سالنګ لویه لاره د ترافیکو پرمخ وتړل شوه.
په خبرپاڼه کې دغه راز له درنو هېوادوالو غوښتل شوي، چې د لارې تر بېرته خلاصېدو پورې انتظار وکړي.
د یادونې وړده، چې د کابل- دایکندي لویه لاره هم د واورو د اورښت له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *