سیاسی

پاکستان له افغانستان سره څه کول غواړي؟

اوس مهال د یو شمېر نورو ګاونډیو په شمول په ځانګړي توګه پاکستان په افغانستان کې د یو لړ اهدافو د لاسته راوړلو لپاره یو ډېر بې شرمانه سیاست غوره کړی هغه دا چې دوی وخت نا وخت د هغو هیوادونو د استازو او اغیزمنو مسؤلینو سره چې اصلاً د افغانستان په اړه کوم منفي یا مثبت نظر نلري لیده کاته کوي دوی د افغانستان د اوسني وضعیت په هکله په نړیواله کچه منفي ذهنیت جوړوي تر څو په اسلامي امارت باندې بندیزونه نور هم ډېر کړي او د دوی په اند دا فشارونه به د اسلامي امارت رهبري دیته اړ کړي تر څو د دوی نامشروع غوښتنو ته د هو سر وخوځوي .

کله چې د ګاونډیانو (پاکستان)دا ډول رفتار او برخورد د افغانستان په اړه ګورم ماته د ایران او عراق جګړه چې بیا وروسته د امریکا یرغل پر عراق او ورسره تړلي پیښي ذهن ته راشي ،

کله چې د ایران او عراق جګړه وه هغه مهال عراق برلاسی وو، ایرانیانو د خپلو اطلاعاتو څخه عظیمه ګټه پورته کړه، دوی د صدام حسین په کابینه کې خپل اجنټان استخدام کړل، هغوی ته دنده ورکړل شوه تر څو د صدام حسین په هکله د غرب ذهنیت د جګړې لپاره راوپاروي دوی. ښه سناریو ترسیم کړه او د یوه عراقي استخدام شوي وزیر په ذریعه د امریکا (سیا) او د آلمان هیواد اطلاعاتي سازمانونو ته مسلسل اطلاعات ورکول چې ګواکي صدام حسین اټومي اسلحو ته لاسرسی پیدا کړی چې د امریکایې او آلماني تحلیلګرانو رایه دا شوه چې باید د صدام حسین پر حکومت نظامي یرغل ترسره کړي، په همدې وجه امریکا او غرب په عراق یو بې پایلې او بې ارزښته یرغل وکړ نو د دوی د تیروتنې علت په بې اساسه او جعلي اطلاعاتو اجراأت وو ، اوس همدا سیاست پاکستان هم په مخه کړی خو دوی لږ څه پرمختللي لوبه کوي. پاکستان په مستقیم ډول غواړي دلته هر څه تر سوال لاندې راولي، دوی غواړي افغانستان یو ځل بیا د یرغلونو ښکار وګرځوي. په دا وروستیو کې داسې شواهد تر سترګو شوي چې د امریکا سنا جرګې ته د افغانستان اسلامي امارت په هکله یو لړ بې اساسه او جعلي اطلاعات رسېدلي چې ګواکي اسلامي امارت د اټومي اسلحو په لټه کي دی او دوی په دی هکله ډېری د اطمینان څخه ډکې خبرې کوي نو بناءً دا موږ ته جوته خبره ده چي څوک دلته څه کول غواړي پاکستان او یو شمېر نور غربي لوبغاړي افغانستان کې یو ناورین غواړي. مستقل نظام ، امن او سوکالي په دی ملت د دوی نده پیرزو او یوه بله خبره زه غواړم دلته وکړم چي تفصیل به یې ان شاءالله په بله لیکنه کي وشي هغه دا چې پاکستان یو هیواد نه بلکه د صلیبي جګړو په لړ کې د صلیبیانو یوه استراتیژیکه پروژه ده .

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *