افغانستان

کابل کې د کال لومړۍ واوره  او د کابل ښاریانو خوښحالۍ

د ۱۴۰۲ کال د ژمي د لومړنۍ واوره پرون د دلوې په ۸مه نېټه د کابل پر ښار و اورېدله. دا واوره په داسې حال کې کېږي، چې سږکال هیواد کې تر دې دمه د تېر کال په پرتله په ورښت او سړو کې کموالی راغلی دی. دا چې وروسته له ډېر ځنډه کابل کې باران او واوره شوې ده، د کابل ښاریان ترې خوښ بریښي، واورو کې انځورونه اخلي، د رسنیو متنونه د واورو په خوښۍ پوښل شوي دي. د کابل له ښاریانو څخه یو تن محمد ولي دی، چې پخپل دوکان کې یې د ګاز ډبې بل اور ته یې لاسونه نیولې دي، وایي چې د کابل هوا یخه شوې ده، زیات خوشاله یم او خدای مهربانه دی چې دا ناروغۍ

له منځه یوسي. د هوا چټلتیا ورکه شي او هوا پاکه شي.

د همدې ښار یو بل اوسېدونکی چې اغاګل نوم کوي، په ژمني وسایلو پوره پټ دی، د انیس ورځپاڼې له خبریال سره یې په خبرو کې خوښې ښکارېدله او د خوښۍ لاملونه یې هم د ککړې هوا له امله د ناروغۍ زیاتېدل و، چې دغه واورې به یې کچه راټیټه کړي. نوموړي سږکال وچکالي هم یاده کړه، چې اوبه کمې شوې دي او داسې واورو ته زیات خوشبینه دي.

نصرالله خان بیا د کابل ښار کې ژمني وسایل خرڅوي، وایي چې واورې او باران ته زیات خوښ دی، خو فکر نه کوي چې کاروبار به یې ورسره ښه شي، نوموړي وایي: واوره خو ابادي ده او ډېر ورته خوشاله یو، ملک کې خوشکسالي ډېره وه، کنګلونه په وچېدو دي او د زراعت او څښاک اوبه ټولې کمې شوې دي، داسې واورو ته ټول خلک خوشاله دي. نوموړي وایي چې کله هم واورې کېږي نو خلک د یو او بل کورونو ته زیات ځي او چکرې وهي. د نوموړي په وینا چې واوره ډېره وروسته وشوه او ژمي ډېر رالنډ شو او دې ته زیات خوشبینه نه دی، چې کاروبار یې ورسره هغسې ښه شي لکه د تېر کالونو غوندې چې و.

دا په کابل کې د کال لومړۍ واوره ده او تمعه کېږي چې راتلونکي کې به هم داسې واورې ادامه ولري. د افغانستان د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت، د هوا پېژندې ریاست هم خبر ورکړ، چې ۲ ورځې به د کابل په شمول د هیواد ۳۱ ولایتونه واوره او باران ولري، چې دغه ولایتونه هرات، فراه، بادغېس، بدخشان، تخار، کندز، پروان، بغلان، پنجشېر، کاپیسا، کابل، لوګر، پکتیا، نورستان، لغمان، خوست، پکتیکا، زابل، کندهار، هلمند، ارزګان، دایکندي، غور، فاریاب، سرپل، بامیان، میدان وردګ، غزني، سمنګان، بلخ او جوزجان دي.

تاج محمد بهار

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *