افغانستان

د یوناما له مشرې سره د مولوي امیرخان متقي لیدنه

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د یوناما له مشرې روزوا اتنبایوا سره لیدنه کړې.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د یوناما له مشرې روزوا اتنبایوا سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د افغانستان په اړه د دوحې پر وروستۍ ناسته، د همغږي کوونکي پر ارزونې او وړاندیزونو او د افغانستان اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ په راتلونکي تعامل خبرې اترې شوې دي.

په پيل کې مېرمن اتنبایوا د دوحې د ناستې په باب معلومات وړاندې کړي او د ملګرو ملتونو د سرمنشي له اړخه یې ویلي، چې له افغان حکومت سره باید سلا مشوري وشي. اغلې اتنبایوا زیاته کړې؛ د سرمنشي له نظره باید د استازی په ټاکلو کي داسي اقدام ونه شي چې د افغان حکومت سره کار پیچلی کړي.

د یوناما مشرې ویلي؛ که ګډونوال هېوادونه سلا شي دوحه کې به لا زیاتې ناستې ترسره شي، ترڅو زموږ او تاسې ترمنځ ښه تفاهم رامنځ ته کړي او د راتلونکو ناستو په تړاو به تاسې سره پراخې سلا مشورې کېږي.

د نوموړې په وینا؛ د دوحې ناستې ګډونوالو د افغان حکومت سره د تعامل پر دوام ټینګار کړی.

مولوي امیرخان متقي ویلي، چې د بهرنیو چارو وزارت د دوحې ناسته له نږدې څارله او ولیدل شول، چې کومه ځانګړې پایله یې نه درلوده.

ښاغلي متقي زیاته کړې؛ موږ هیله مند یو چي له افغانستان سره د تعامل په اړه ناستي ښې پایلي ولري.

د بهرنیو چارو وزیر د ناستو د مؤثریت لپاره دا مهمه بللې، چې کابل سره پر وخت د ټولو مسایلو په اړه هر اړخیزې سلا مشورې ترسره شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *