افغانستان

په تېر یوه کال کې ۴۰۰ ټنه بې کیفیته درمل له منځه وړل شوي دي

د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ډاکټر عبدالباري عمر د کندهار مرستیال والي الحاج مولوي حیات الله مبارک سره د کتنې پر مهال ویلي، چې د تېر میلادي کال په جریان کې یې ۴۰۰ ټنه تاریخ تېره او بې کیفیته درمل راټول او له منځه وړي دي.

نوموړي دغه راز زياته کړې، چې د پخوا په پرتله په دغې برخه کې داخلي تولیدات ۱۵ سلنه لوړ شوي او ۲۰ سلنه د بازار لپاره بسنه کوي.
د کندهار مرستیال والي مولوي حیات الله مبارک هم د خوړو او درملو ملي ادارې له فعالیتونو خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې سوداګر باید د خپل دیني او ملي احساس له مخې هېواد ته ښه کیفیت لرونکي خواړه او درمل را وارد کړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *