افغانستان

بغلان کې لسګونه روږدي درملنه شوي

بغلان کې ۳۰ تنه نور په نشو روږدي کسان تر ۴۵ ورځو درملنې ترلاسه کولو وروسته روغ او خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

بغلان کې ۳۰ تنه نور په نشو روږدي کسان تر ۴۵ ورځو درملنې ترلاسه کولو وروسته روغ او خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.
د بغلان د امنیه قومندانۍ د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر ملا محمد نبي کامران باختر اطلاعاتي اژانس ته ویلي، چې دغه روږدي د پلخمري ښار له مختلفو سیمو څخه راټول شوي و او اړوندو روغتیایي کمپونو کې تر درملنې وروسته خپل عادي ژوند ته ګرځېدلي دي.
نوموړي زیاته کړې، اوس مهال په دغه ولایت کې هېڅ روږدی د سړک پر سر او یا ازاده فضا کې نه دی پاتې او ټول راټول شوي او په دوه ځانګړو کمپونو کې تر درملنې لاندې دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *