جهان

د امریکا پوځ په سوریه کې د داعش یو لوړپوړی مشر وژلی

د امریکا پوځ په سوریه کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د یوه لوړپوړي مشر د وژلو خبر ورکړی دی.

د امریکا پوځ په سوریه کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د یوه لوړپوړي مشر د وژلو خبر ورکړی دی. د امریکا د مرکزي قومندانۍ د خبرپاڼې له مخې د داعش دغه مشر خالد اید احمد الجبوری یاد شوی دی. د امریکا د مرکزي قومندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کس په اروپا کې حملې پلانولې او د داعش ډلې د مشرتابه د جوړښت چارې یې مخته وړې وې. معلومه نه ده چې د داعش دغه کس په مشخص ډول د سوریې په کوم ځای کې وژل شوی دی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *