سیاسی

صربیانو څه وکړل؟

هغه تباهي چې صربیا د بوسنیا په مسلمانانو پيل کړه، درې کاله یې دوام وکړ او درې لکه مسلمانان یې شهیدان کړل، ۶۰ زره نجونې او ښځې یې بندیانې کړلې، یو نیم میلیون نورو هجرت وکړ؛ آيا دا هر څه راته یاد دي، که رانه هېر شوي؟ او که هیڅ یې نه پېژنو.

هغه تباهي چې صربیا د بوسنیا په مسلمانانو پيل کړه، درې کاله یې دوام وکړ او درې لکه مسلمانان یې شهیدان کړل، ۶۰ زره نجونې او ښځې یې بندیانې کړلې، یو نیم میلیون نورو هجرت وکړ؛ آيا دا هر څه راته یاد دي، که رانه هېر شوي؟ او که هیڅ یې نه پېژنو.

د سي اِن اِن خبریال د بوسنیا د ټولوژنو په تړاو مشهوره رپورټره کرسټينا امانپور وپوښتله: (د صربیا جګړې ته په کتو) آيا تاریخ خپله ځان تکراروي؟

کرسټينا وویل: د منځنيو پېړیو د جنګونو په څېر جګړه وه؛ وژل، کلابندي، د مسلمانانو وږي کول او نور هر څه و. اروپا مداخله و نه کړه، ویل یې کورنۍ جګړه ده؛ خو دا له ټولو ناوړه خبره ده.

دا ټولوژنه څه کم څلور کاله روانه وه. صربیانو ۸۰۰ جوماتونه ونړول، په دې کې د ځينو جوماتونو تاریخ ۱۶مې زیږدیزې پېړۍ ته ورګرځېده. دوی د سراييوو تاریخي کتابتون وسوځاوه. ملګرو ملتونو چې مداخله وکړه، نو صربیان یې منع نه کړل، بلکې د مسلمانانو په ښارونو یې پیره داران وګومارل.

د ګوراجدا، زیبا او سربرنتسیا ښارونه تر کلکې کلابندۍ او اور لاندې وو. مسلمانانو ته د هیچا ملاتړ هم ګټه نه کوله، صربیانو زرګونه مسلمانان په پوځي زندانونو کې وساتل او دومره یې وږي وساتل چې یوازې هډوکي یې پاتې شول، میلادیتیچ وپوښتل شو: دا ولې؟ ویې ویل: دوی خو د خوګ غوښه نه خوري‼

ګارډين په هغو ورځو کې د صربي پوځيانو د هډو نقشه راووېسته، چې ۱۷ پوځي هډې له مسلمانو ښځو ډکې وې.

صربیانو واړه ماشومان ونیول چې لا په غم او خوښۍ نه پوهېدل، په رسنیو کې د ۴ کلنې ماشومې انځور راغۍ چې وینې یې له زنګنو راڅڅېدلې، ګارډين په دې نوم یو راپور خپور کړ: «هغه ماشومه چې مسلماني یې جرم دی»!

قصاب میلادیتیچ د زیبا د ښار مسلمان مشر غونډې ته راوغوښت، سیګرټ یې ورته ډالۍ کړ، لږ یې ورسره وخندل، بیا پرې راپرېووت او حلال یې کړ. د زیبا له خلکو سره یې داسې کارونه وکړل چې لویو مجرمینو ته چیلنج و. خو تر ټولو لوی جرمونه د سر برنتسیا په کلابندۍ کې وشول. نړیوال ځواکونه (صلیبیان) به د شپې له صربیانو سره ویښ وو، یوځای به ګډېدل او په زور به یې مسلمانې ښځې شپنیو مجلسونو ته راوستلې. له مسلمانو ښځو سره داسې کارونه وشول چې یو لیکوال یې په لیکلو او خبریال یې په بیانولو شرمېږي. صربیانو سر برینتسا دوه کاله کلابنده کړه او په دې دومره وخت کې یوه دقیقه هم بمبار و نه درېده.

هغه بشري مرستې چې کلابندو سیمو ته راتللې، ډېره برخه یې صربیانو نیوله. له دوه کاله کلابندۍ وروسته لویدیځ پرېکړه وکړه چې دا ښار لېوانو ته تسلیم کړي. د ښار ساتونکو هالنډي ځواکونو له صربیانو سره لاره جوړه کړه. په مسلمانانو یې فشار راووړ چې د وسلې کېښودلو په شرط به په امن شي، خو د مسلمانانو له بې وسلې کولو وروسته صربیانو پيل وکړ او د ښار دننه یې په وژلو او نیولو پیل وکړ، په بندیانو کې یې ښځينه او نارینه سره بېل کړل.

یو ځل یې ۱۲ زره ماشومان، ځوانان او سړي یوځای سره راټول کړل او یوې له مخې یې شهیدان کړل، بیا یې مخونه ور وداغل، صربیانو به د مسلمان د مړي په مخ صلیب رسماوه. ځينو مسلمانانو به صربیانو ته زارۍ کولې چې ومې وژنه؛ ځکه نور یې په دردونو او عذابونو کې ژوند نه شو کولای.

له ښځو سره هر بدکار وشو، آن ځينې یې ژوندۍ وسوځلې. په سربرینتسا کې عمومي ذبحه څو ورځې روانه وه، دا ښار د ۱۹۹۵م  په جولای کې سقوط شو. د دې ښار د عامو خلکو تر ټولو لوی جرم دا و چې زمونږ په څېر مسلمانان وو.

یوې مور به د صربي لاس نیوه، چې د دې د زړه ټوټه یې په مخ کې مه حلالوه، صربي د دې مور لاس ورپرې کړ او زوی یې مخې ته ورته راڅملاوه. همدا ډول عامې ذبحې روانې وې، مونږ لیدلې او اورېدلې، بیا هم لګیا وو، خوراک مو کاوه او په لوبو لګیا وو.

د سربرینتسا له حلالولو وروسته قصاب راډاون کاراګیچ ښار ته فاتحانه ننوت او ویې ویل: سربرینتسا تل د صرب و او اوس بیا د صربيا غېږې ته راوګرځېده.

صربیانو مسلمانانې رانیولې، ۹ میاشتې یې بندیانولې چې زوی پیداکړي، ولې؟ یو صربي مشر کومې لویدیځې ورځپاڼې ته وویل: مونږ غواړو چې مسلمانې ښځې صربي بچیان وزېږوي.

مونږ بوسنیا، سراییوو او بالونیکا یادوو، مونږ سر برینتسا یادوو، بیا وایو چې مونږ به بالکان هېر نه کړو، نه به غرناطه هېره کړو او نه فلسطین. مونږ به هیڅکله هم د بشري حقونو، برابرۍ او سولې شعارونه و نه منو.

ارتوډوکسي بوډا (پيټروس ګالي) چې هغه وخت د ملګرو ملتونو عمومي منشي و، ښکاره یې د خپلو صربي وروڼو ملاتړ وکړ. خو مونږ ۳۰ کاله وروسته هم ترې پند وانه خیست.

صربیانو به د وژلو له پاره لومړی عالمان، د جوماتونو امامان، فرهنګپال او د کار سړي غوره کول. دوی به یې وتړل، بیا به یې حلالول او مړي به یې سیند ته اچول. صربیان به چې کومې سیمې ته ننوتل، لومړی به یې جومات نړاوه.

د بوسنیا یو مسلمان وايي: که به صربیانو د سیمې جومات ونړاوه، نو مونږ ته به د سیمې له پرېښودو پرته بله لاره نه وه پاتې؛ ځکه جومات به مونږ ته هر څه و.

لیکنه: ساجدالله عظمت

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *