
مرحوم حقاني رحمه الله د اصلاح، دعوت او وحدت الګو !!
د ګران افغانستان د نوميالي، ننګيالي، وياړلي، غښتلي او وتلي ملي، علمي، دعوي، جهادي، مصلح او د تاريخ د يوې ځانګړې مقطع جوړونکي شخصيت مولوي جلال الدين حقاني رحمه الله د مړينې نن پينځمه کاليزه ده. د۱۴۳۹هـ ق ذوالحجې د مياشتې پر۲۲مه چې د۱۳۹۷هـ ش وږي مياشتې له۱۲مې سره برابره وه؛ نوموړي د هېواد کيڼ ختيځ په خوست ولايت کې له دې لړزاندې نړۍ سترګې پټې کړې. مرحوم حقاني (رح) د علميت له پکړۍ پر سر کولو بيا د ژوند تر وروستۍ شېبې اوږد علمي، دعوي او جهادي تاريخ لري چې په دې وروستيو کې د تاريخ د ځانګړې مقطع په توګه د دوه ټوکه يو پنډ کتاب په بڼه را ټول او چاپ شوی دی او د اورېدو له مخې پکې د نوموړي د ژوند بېلابېل او نږدې ټول اړخونه، د پام وړ او مهمو مواردو څرګندونې او انځوريزو صحنو يې ښوودلې خبرې را ټولې او ځای شوې دي چې ترڅنګ يې اړوند د کورنيو، سيمه ييزو او نړيوالو بېلابېلو څيرو او شخصيتونو تأثیرات، خاطرې، ليکنې، اندونه، تحليلونه، ارزونې او نور بشپړ را غونډ شوي چې ښايي يواځي پر لومړي تلين يې زما تأثر ترې پاتې وي.
عبدالعزیز ابوبکر
د ګران افغانستان د نوميالي، ننګيالي، وياړلي، غښتلي او وتلي ملي، علمي، دعوي، جهادي، مصلح او د تاريخ د يوې ځانګړې مقطع جوړونکي شخصيت مولوي جلال الدين حقاني رحمه الله د مړينې نن پينځمه کاليزه ده. د۱۴۳۹هـ ق ذوالحجې د مياشتې پر۲۲مه چې د۱۳۹۷هـ ش وږي مياشتې له۱۲مې سره برابره وه؛ نوموړي د هېواد کيڼ ختيځ په خوست ولايت کې له دې لړزاندې نړۍ سترګې پټې کړې. مرحوم حقاني (رح) د علميت له پکړۍ پر سر کولو بيا د ژوند تر وروستۍ شېبې اوږد علمي، دعوي او جهادي تاريخ لري چې په دې وروستيو کې د تاريخ د ځانګړې مقطع په توګه د دوه ټوکه يو پنډ کتاب په بڼه را ټول او چاپ شوی دی او د اورېدو له مخې پکې د نوموړي د ژوند بېلابېل او نږدې ټول اړخونه، د پام وړ او مهمو مواردو څرګندونې او انځوريزو صحنو يې ښوودلې خبرې را ټولې او ځای شوې دي چې ترڅنګ يې اړوند د کورنيو، سيمه ييزو او نړيوالو بېلابېلو څيرو او شخصيتونو تأثیرات، خاطرې، ليکنې، اندونه، تحليلونه، ارزونې او نور بشپړ را غونډ شوي چې ښايي يواځي پر لومړي تلين يې زما تأثر ترې پاتې وي.
د حقاني (رح) د اوږدې مبارزې په معاصرينو کې شهيد دکتور يوسف عبدالله العزام يواځينی شخص دی چې د جهادي مکتب لخوا يې ليکنې او تاريخ تر ټولو پنډ او په۶سترو ټوکونو(موسوعةذخائرالعزام)او(دکتور عزام في عيون معاصريه)کې را ټول او د حقاني (رح) د چاپ شوي تاريخ څو برابره زيات دی. لامل ښايي دا چې عزام د يو نړيوال جهادي غورځنګ د بنسټګر او يو عرب مشر(چې پر ثبت او ليکلو تمرکز لري)په توګه د جهادي هلو ځلو ترڅنګ اړوند ټول څه پر خپل وخت ليکلي، چاپ ته بشپړه پاملرنه او جهادي مکتب درلود او بيا يې له شهادت وروسته هم ياد مکتب ورته کار وکړ، ترڅو هيڅ يې هېر او پاتې نشي. خو د حقاني صاحب بيا ترکيز په عملي دعوت-جهاد-مصالحه و، د شهيد عزام په څېر تياری او ورته پاملرنه يې نه درلوده او له وفات وروسته يې هم دغه کتاب لومړنۍ او ښايي يواځينۍ هڅه ده چې را ټول شو، نو ترې هېر، ورک، پټ او څه چې د را ټولونکو د ذوق له مخې مهم نه و؛ ډېر ښايي پاتې هم وي.
زما د مالوماتو له مخې تر پينځه کالو زياته موده پرې له ټولو امکاناتو په ګټې اخيستنې کار شوی، د بنسټګر په توګه يې د شهيدو او مجاهدو اولادونو او تر احفادو يې د کورنۍ غړو او خپلوانو بشپړ تاريخ هم ده ته ور ګرځي چې تر يو ځايه به دغه کتاب پرې غږېدلی وي او د عزام له موسوعې وروسته د يو جهادي او مصلح شخص تر ټولو پنډ او پراخ تاريخ راغلی دی، ځکه نو د ځينې يادو مالوماتو له پاتې کېدو سربېره هم ښايي تر ډېره پر تول پوره وي او په تاريخ کې هغه ځای ونيسي چې لري يې او د مينوالو، ځوانانو او راتلونکو نسلونو تلوسه، د تاريخ لوستنې لېوالتيا او له خپل تاريخ سره يې مينه ماته او خړوبه کړي. خو خبره يې پر دې ځای هم بايد ختمه نه وي، د تاريخ پر وړاندې د حقاني صاحب په څېر عظيم شخصيت او د ده د وياړلي تاريخ د لازياتې څېړنې او سپړنې حق، غرامت او پور هر وخت او د هر وخت ليکوالانو، د نظر څښتنانو او علمي-جهادي-دعوي-مصلحو-فرهنګي اشخاصو پر اوږو پروت دی چې اړوند هېر، ورک، پټ او مهم نه ګڼل شوي مالوماتونه يې را وسپړي، وڅېړي او تشه يې ډکه کړي.
الله تعالی او هم مؤمنانو او ځينې نورو ته د دغې کچې محبوبيت او مقبوليت چې مرحوم حقاني صاحب درلود او پر مټ يې نوموړی هغه څوک او هغه څه کېدل چې تاريخ يې پرې يادوي؛ د چا د وسې او بسې خبره نه ده، ښايي د الله تعالی د ښې پېژندګلوۍ، عبوديت او ورسره روحاني اړيکې له وجې هغه ته پر خوښ ګرځېدو پرې داسې مواصفات او ځانګړنې پېرزو شوې او لورېدلې وې چې نوموړی په خپل وخت کې پرې بې ساري و. په بشپړ جګړه ييز ماحول او شرایطو، د لوړې جهادي ځوانې روحيې او انرژۍ، هر ډول امکاناتو، واک او ځواک سره يو ځای اصلاح، دعوت او وحدت څه ساده خبره نه؛ د اور او اوبو يو ځای کول دي. مجاهد يې جهاد، داعي يې دعوت، مصلح يې اصلاح او ډېر بغاوتګر يې حقانيت او شهکاريو ته پر ملا خم و چې د جهاد سنګر، د سنګر ملګرو، جهادي وړتياوو او ابتکارونو ترڅنګ يې ځينې دغه ځانګړنې هم اولادونو او لارويانو ته پرېښودې. د هغه رحمه الله ژوند او تاريخ مېړانه، ځوان مردي او مردانګي وه، که له طالبۍ يې يواځې د هغې د وروستي کال لويې دورې ټولګيوالو او مدرسې له منځه واخلو؛ د همده د علميت سند د ګڼو ځانګړنو پر لرلو تر نورو لوړ و، د فراغت پر کال هملته د استادۍ وياړ ور په برخه او امتياز ورکړل شو، د استادۍ پر لومړي کال ورته د څو کاله تجربه کار استاد کتابونه ورکړل شول او پر دوهم کال يې تر دې هم لوړ کتابونه د ده پر نوم کړل. ورپسې د جهاد، دعوت او اصلاح له پيله د دارالعلوم حقانيې د استادانو او د وخت افغان عالمانو له منځه همدی و چې د فراغت دوهم کال درس يې پرېښود او د کمونيزم مفکورې او را ټوکېدلي الحاد پر وړاندې يې د افغانستان او اسلامي نړۍ عالمانو، شيوخو او مفکرينو سره ژور بحثونه وکړل، د هغوی له منځه هم همدی دلته د کمونيزم پر وړاندې د دعوت، جهاد، اصلاح، ټولنيز خدمت او د ملي او سياسي مرکچۍ له بنسټګرو و. ورته ډول ډول امادګيو او بيا وسلوال پاڅون کې همدی د مخکښ رول له څښتنانو ګڼل کېږي او همدی د روسي ښکېلاک پر وړاندې جهاد په څو محاذونو کې تر نورو زيات بوخت او فاتح پېژندلی شو.
د جهادي قوماندانانو له منځه همدی د۱۴کاله جهاد او قربانيو ارمانونو ته ژمن پاتې شو، خو د سلګونه او زرګونه نورو مجاهدينو په څېر کورنۍ جګړمارۍ ته په تماشه، ناوسه او ستړی هم نه کېناست، بلکې د ژمنو مجاهدينو له ډلې همده بيا هم د سر او هر خطر په بيه د ښکېلو اړخونو ترمنځ د روغې جوړې هلې ځلې وکړې، همدی له کندهاره د لوی ملاصاحب رحمه الله خوځښت سره بې له ځنډه يو ځای شو او په واک کې شته هرڅه يې ورته وسپارل، همدی و چې د صليبي امپرياليزم يرغل له لومړيو شېبو په شمال کې بندو مجاهدينو د خورا سخت او خطرناک چيلنج پر وړاندې د لوی ملاصاحب دريځ نيولو پورې پر غوټه کړې ژمنه پر ټول ژوند او توان او د خپل غوره خلف په شکل تر ننه هم له هغه او رهبري شورا پر بشپړ اطاعت يې مجاهدين او په کور دننه او بهر افغانان پر اسلامي امارت را ټول او متحد کړي، له تشتت او ټوټه کېدو يې ژغورلي او د اصلاح او دعوت ترڅنګ د وحدت الګو ګرځېدلی، د اسلامي امارت له مخکښو څيرو همدی و چې په جګړه او جګړه ييز چاپېريال او شرایطو کې په ځانګړي مهارت او له وخت او ځای سره سمو نوښتونو يې اولادونه او تر امرلاندې مجاهدين د اسلامي امارت د مجاهدينو له منځه په نړيواله کچه تر ټولو ځواکمن، خطرناک او ځانګړی ځواک(حقاني شبکه)پېژندل شوی او هم دی، لوی ملا صاحب پسې همده د خپل لاس روزلي غوره خلف پر لرلو د اوږدې مودې ناروغۍ او بيا مړينې يې هم هڅې او دريځونه ټکني نکړل، بلکې پر اوږو يې د مسئوليت له ور اچولو سره لا نوښتونه پکې راغلل او همدی و چې اولادونو ته يې تر بل هرڅه جهادي وړتياوې زياتې خوښولې، ورکولې او نه يواځې پر خپلو وړتياوو يې روزل، بلکې تر هغو لوړې يې چې زړه غوښتې او وس يې رسېد؛ پرې روزل يې او بيا يې له دغو وړتياوو سره قربانۍ ته هم وړاندې کول او وړاندې يې کړل، پر ژوند يې لا هغه ارمان پرې پوره شو چې د کعبې په طواف کې يې له خدای ج غوښت او بيا يې خپله له دې نړۍ سترګې پټې کړې تقبلهم الله.