فرهنگی

درې لوی عبرتونه او پندونه!

د اميرالمؤمنين حضرت عمر (رضي الله عنه) په زمانه كي درې كسانو يو، شخص اميرالمؤمنين حضرت عمر (رضي الله عنه) ته راوست او عرض يې وكړ: اې اميرالمؤمنين دې شخص زموږ پلار وژلې دی، موږ قصاص غواړو. اميرالمؤمنين د قاتل څخه پوښتنه وکړ: ولي؟ ويې ويل: ای اميرالمؤمنين زه يو شپونكی «چوپان» يم، د دوی پلار زما څاروی په ډبر وويشتل قتل يې کړ، ما په هغه ډبره د  دوی پلار وويشتی، هغه مړ شو.

لیکونکی: فرید احمد (مبارز)

اميرالمؤمنين حضرت عمر (رضي الله عنه) ورته وويل:پر تا به حد جاري شي. قاتل عرض وكړ: اې اميرالمؤمنين ما ته د پلار څخه څه مال او يو يتیم ورور را پاته دی، درې ورځې مهلت راكړه، تر څو هغه مال او كشر ورور یو چاته وسپارم، اميرالمؤمنين حضرت عمر (رضي الله عنه) ورته وويل: څه ضمانت لرې؟ كه وتښتیدلې، شخص یوې خوا بلې خوا ته وکتل، د حضرت ابوذر (رضي الله عنه) څخه يې ضمانت وغوښتی، هغه يې هم ضمانت وكړ.

بيا حضرت عمر (رضي الله‌عنه) وويل: اي ابوذره! ته خو دغه شخص نه پيژنې، كه دی رانه غلې بيا به حد پر تا جاري كيږي، حضرت ابوذر (رضي الله عنه) ومنله.

قاتل ولاړې اوله ورځ تيره شوه، داغسي دوهمه او درېمه ورځ هم تیره شوه، خلګ ټول خواشيني او پريشانه وه، چې پر حضرت ابوذر (رضي الله عنه) باندې حد جاري نه شي. ماښام لمانځه ته لږ وخت پاته وو، قاتل ستړي ستومانه را ورسيدی، عرض يې وكړ: ای اميرالمؤمنين ما خپل كشر ورور او مال خپل ماماگانو ته وسپاری، دا دی زه ستاسو په حضور كې يم.

حضرت عمر (رضي الله عنه) ځیني وپوښتل: تا كولای شول چی وتښتې. قاتل وويل: كركه مې وشول، ما ویل بيا به خلګ وايي: پر عهد وفا پاته نه شوه…!!

حضرت عمر (رضي الله عنه) حضرت ابوذر (رضي الله عنه) ته وويل: تا ولې په نا آشنايي كې د ده ضمانت وكړ، حضرت ابوذر (رضي الله عنه) وويل: بيا به خلکو ويل چې انسانيت كې خير پاته نه شو…!!

د پلار قصاص غوښتونكي ډير حيران او متأثر شول، عرض يې وكړ: ای اميرالمؤمنين موږ دی معاف كړ. حضرت عمر (رضي الله عنه) وپوښتل: ولي؟ هغوی جواب وركړ: خلک به وايي انسانيت كې عفوه بخشش او رحم پاته نه شو.

راځئ يو د بل کوچنی کوچنې غلطيانې معاف کړو، تر څو خلک ونه وايي: په انسانيت کې نور خير پاته نه دی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن