دوه زره کورنۍ د بریښنا څخه برخمنې شوې
په بغلان کې د غوري برېښنا شرکت مسوولین وایي، چې په تېرو ۱۵ میاشتو کې یې په دغه ولایت کې د برېښنا رسونې ۱۵ پروژې پلي کړې دي.
په بغلان کې د غوري برېښنا شرکت مسوولین وایي، چې په تېرو ۱۵ میاشتو کې یې په دغه ولایت کې د برېښنا رسونې ۱۵ پروژې پلي کړې دي.
د غوري برېښنا شرکت رئیس ملا سردار ولي حمزه د باختر آژانس خبريال ته وويل، چې د اسلامي امارت له بریا وروسته په مرکز بغلان، دوشي، خنجان او پلخمري ولسواليو کې د برېښنا رسولو ۱۵ پروژې پلي شوې دي.
حمزه دغه راز زیاته کړه، چې د دغو پروژو په پلي کېدو سره ۲ زره کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شوې او لا هم په دغه ولایت کې د برېښنا رسولو بهير دوام
لري.
نوموړي وویل، چې د برېښنا د ضايعاتو کچه یې ١٧ سلنه کمه کړې، چې د پخوانۍ ادارې پر مهال د برېښنا ضايعات ۳۵ سلنې ته رسېدلي و، خو اوس ١٨ سلنې ته راټيټ شوي دي.
هغه زیاته کړه، چې په دغه ولایت کې د ۴۳۳ ترانسفرمرونه هم فعال کړي، چې پرمټ یې ۵۵ زره کورنیو ته برېښنا ورکول کېږي.