سیاسی

نرمه رسمیت پېژندنه؛ نړۍ ته په کار ده، چې ښکاره یې کړي

کله چې د ۲۰۲۱ زیږدیز کال د اګست پر ۱۵ مه اسلامي امارت پر هېواد واکمن شو، ورسره جوخت د نړۍ اکثریتو هېوادونو افغانستان سره اړیکې پرې کړې او کابل او نورو لویو ښارونو کې یې خپل سفارتونه او استازولۍ وتړلې او یواځې څو د ګوتو په شمار هېوادونو افغانستان سره اړیکو ته دوام ورکړ او دغه راز یې  دلته خپل سفارتونه او استازولۍ هم فعاله وساتلې، خو د وخت په تېرېدو او وروسته ترهغې چې نړۍ پوه شوه، اسلامي امارت نړۍ سره د اړیکو پاللو ښه نیت لري او دغه راز د نشه یې توکو د له منځه وړلو، فساد سره د ریښتونې مبارزې، افغانستان څخه نورې نړۍ ته د امنیتي ګواښونو د پېښېدو په مخنیوي، د کورني امنیت په ټینګښت او نورو بېلابېلو برخو کې د کوټلو ګامونو د اوچتولو او پرمختګ کولو اراده لري، نو وار په وار رامخته شول او ګورو چې دې وروستیو کې کابل ته د بهرنیو هېوادونو د استازو تګ راتګ زیات شوی او دغه راز ځینو هېوادونو ان خپلې سفارتي او کنسولي چارې له سره ونیولې او ځینو هېوادونو بیا په خپله خاروه کې د افغانستان سفارتونه او قونسلۍ د اسلامي امارت استازو ته وسپارلې.

د دې ترڅنګ په مهمو نړیوالو او سیمه ییزو ناستو کې د اسلامي امارت استازو ته بلنه ورکول شوه او دوی هم د یو مقتدر او د افغانستان له عوامو راپورته شوي نظام د استازو په توګه په کې ګډون او د افغانانو په استازولۍ یې خبرې وکړې.

اسلامي امارت د نړۍ ټولې هغه اندېښنې چې ویل به یې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد نه کارول کیږي، فساد به له منځه وړل کیږي، نشه یې توکو کاروبار به دریږي، او نور هغه ټولې له منځه ولاړې او په تېرو شاوخوا دوه نیمو کلونو کې له افغانستان څخه نه په کوم هېواد برید وشو او نه هم دلته بهرنیو وګړو ته کومه ستونزه جوړه شوه او دغه راز فساد او د نشه یې توکو کاروبار خو هسې هم په صفر کې ضرب شو، نو نړۍ ته پکار ده، چې له اسلامي امارت سره لا ډېر نور تعامل وکړي د رسمیت پېژندې له لارې کابل سره خپلې اړیکې پیل او پیاوړې کړي.

دا چې افغانستان ته د بهرنیو هېوادونو له لوري د اسلامي امارت سفیران په رسمي مراسمو کې منل کېږي، استازي یې کابل ته تګ راتګ کوي، وګړي یې په ډاډه زړه افغانستان ته په سیلګرۍ راځي، سوداګریزو راکړو ورکړو ته زړه ښه کوي، ملي سوداګر او پانګوال یې په افغانستان کې پانګونې ته زړه ښه کوي، ناستو کې د ګډون په موخه افغان استازو ته بلنه ورکوي نو ښکاري،

چې اسلامي امارت پر نړیوالو اصولو برابر مخکې ځي او پکار ده، چې ملګرو ملتونو کې ورته د افغانستان څوکۍ وسپارل شي او نورو مهمو نړیوالو کنفرانسونو ته هم بلنه ورکړل شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *