اجتماعی

ګرځندوی څه دی، او ګټې يې څه دي؟

ګرځندوی د معاصرې نړۍ د وګړو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت، اقتصادي ودې او د یو بل له کلتوري دودونو،طبعي ښکلاګانواو جاذبو څخه د لیدنې ( سیل) او د خوند اخستلوسفر دی؛ چې د یو هېواد وګړي يې په ډله ییزه یا انفرادي توګه له دغو ښکلاییزو جاذبوڅخه د خوند اخستلوپه موخه ترسره کوي، ګرځندوی د عربي ژبې د سیاحت ، د انګلیسي ژبې د Tourism د لغت څخه اخستل شوی دی، چې د تفریحي سفراو خوند اخستلو معنا هم لري، توریزم یاسیاحت په اړه نړیوالو سیاحانو او لیکوالو بیلابیل تعریفونه کړي دي، چې هر یو يې پخپل ځای او وخت کې د تصدیق وړ دی؛ خو هغه تعریف یا پيژند چې په ۱۹۹۵ زیږدیز کال کې د ګرځندوی د نړیوال سازمان له خوا د یو ټول منلي تعریف په توګه وړاندې شوی؛ګرځندوی داسې تعریف کړی دی:( سیاحت یاګرځندوی د هغه تفریحي سفر څخه عبارت دی، چې د خوند اخستلو، روحي ارامتیا او د ذهني ستړیاوو د رفع کولو په پار په فارغ وخت کې د مځکې پر سر د طبعي ښکلاګانو، جاذبو، منظرو او یا هغو تاریخي ځایونو او ودانیو د لیدلو په موخه د سیلانیانو له خوا د هغه د ذوق او علاقې له مخې تر سره کیږي)

ګرځندوی د معاصرې نړۍ د وګړو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت، اقتصادي ودې او د یو بل له کلتوري دودونو،طبعي ښکلاګانواو جاذبو څخه د لیدنې ( سیل) او د خوند اخستلوسفر دی؛ چې د یو هېواد وګړي يې په ډله ییزه یا انفرادي توګه له دغو ښکلاییزو جاذبوڅخه د خوند اخستلوپه موخه ترسره کوي، ګرځندوی د عربي ژبې د سیاحت ، د انګلیسي ژبې د Tourism د لغت څخه اخستل شوی دی، چې د تفریحي سفراو خوند اخستلو معنا هم لري، توریزم یاسیاحت په اړه نړیوالو سیاحانو او لیکوالو بیلابیل تعریفونه کړي دي، چې هر یو يې پخپل ځای او وخت کې د تصدیق وړ دی؛ خو هغه تعریف یا پيژند چې په ۱۹۹۵ زیږدیز کال کې د ګرځندوی د نړیوال سازمان له خوا د یو ټول منلي تعریف په توګه وړاندې شوی؛ګرځندوی داسې تعریف کړی دی:( سیاحت یاګرځندوی د هغه تفریحي سفر څخه عبارت دی، چې د خوند اخستلو، روحي ارامتیا او د ذهني ستړیاوو د رفع کولو په پار په فارغ وخت کې د مځکې پر سر د طبعي ښکلاګانو، جاذبو، منظرو او یا هغو تاریخي ځایونو او ودانیو د لیدلو په موخه د سیلانیانو له خوا د هغه د ذوق او علاقې له مخې تر سره کیږي)

ګرځندوی  سیلاني د حیرانتیا، خوند اخستلو او فکر کولو پر لور بیا يي او سیاح ته یوځانګړی فکر ور په برخه کوي چې د هغه د جسمي او فکري خوځښت او تحرک سبب ګرځي؛ له طبیعت  اود طبیعت له ښکلاګانو او د ژوند له خوښیو او ابادۍ سره يې مینه او لېوالتیا زیاتوي، په همدې موخه د نړۍ پرمختللو هېوادونو په ځانګړې توګه هغو هېوادونو چې د خپلو هېوادونو د اقتصادي ودې او نورو ته د خپلو جاذبو د پيژندلواو خپلو وګړو ته د کار د پيداکولو او اقتصادي ودې  لیوالتیا لريِ د ګرځندوی صنعت ته ځانګړې پاملرنه کړې ده، د ګرځندویانو لپاره يې بیلابیل رستورانتونه،ځانګړی ټرانسپورتي سیستمونه او بیلابیل خوراکي توکي او لاسي صنایع برابر کړي دي څو د هغوی په پيرودلو سره  دهغه هېواد وګړي او حکومتونه ګټه تر لاسه کړي او د خپلو وګړو لپاره کاري او اقتصادي فرصتونه برابر کړي، همدا وجه ده  چې له دې صنعت څخه هرکال په ملیونه ډالر عواید ترلاسه کوي، استرالیا، جاپان، انګلستان، ایټالیا،جرمني،سویس، هالنډ، اتریش، بلجیم، ټایوان، چین فرانسه،مصر، د امریکا متحده ایالات او کاناډا د ګرځندوی له صنعت څخه هر کال په سلګونه ملیارده ډالر عواید ترلاسه کوي، چې له دې ډلې امریکا هر کال ۶۴،۵ میلیارده ډالر،جرمني ۴۷،۸ میلیارده ډالر، انګلستان ۳۶،۷ میلیارده ډالر، جاپان ۳۱،۹ میلیارده ډالر، فرانسه ۱۷،۷ میلیارده ډالر، ایټالیا ۱۵،۷ میلیارده ډالر، چین ۱۳،۱ میلیارده ډالر او مصر هر کال لس، اعشاریه اته میلیارده ډالر عواید د ګرځندوی څخه ترلاسه کوي، ګرځندوی، دوې سترې سرچینې لري( مذهبي ګرځندوی،طبیعي  او فرهنګي ګرځندوی) په مذهبي ګرځندوی کې د اړوند هېوادونو عبادت ځایونه، مسجدونه، زیارتونه، سټوپې او د لرغونو سیمو ودانۍ شاملې دي،  طبیعي ګرځندوی د یو هېواد ابشارونه، د اوبو بندونه، نهرونه، بڼونه، ځنګلونه، دښتې ، غرونه ، منظرې او زرغون پارکونه…  دي،چې  هر یو يې د کوربه هیواد د وګړو او حکومتونو لپاره بیلابیلې ګټې لري  اود ګرځندویانو لپاره ځانګړی اهمیت لري،ځکه چې ډیرځله د دا ډول توریستي جاذبو او ښکلو مکانونو څخه  د یو ټورېسټ لیدنه د هغه د معلوماتو د زیاتیدوسبب ګرځي او د کوربه هیواد د وګړو او سیمې سره مینه پيداکوي، همدا لامل دی چې د اسلام مبارک دین خپلو پيروانو ته په مځکه کې د ګرځېدو امر کړی دی،  الله ج په خپل سپيڅلي اسماني کتاب قرآن عظیم الشأن کې خپلو بنده ګانو ته د الله په مخلوقاتو او خلقتونو کې د فکر کولو موضوع بیان کړې ده، د الله په مخلوق کې هغه وخت فکر کیږي چې د الله د مخلوقاتو بیلابیل ډولونه اوځایونه ولیدل شی او د سیاحت په موخه يې د لیدو سفرونه ترسره شی ،الله پاک د عنکبوت سورې په شلم ایت کې فر مايي :ژباړه: «تاسو په مځکه کې وګرځئ او وګورئ چې الله څه ډول مخلوق پيدا کړی دی» دلته د ګرځیدا د امر څخه موخه داده چې په سیاحت سره د الله بیلابیل مخلوقات ترسترګو کیږي او په انسان کې د الله د خالقیت او قوت فکر پیاوړی کیږي، د الله حکمتونه او د هغه په قدرت خلق شوي طبیعتونه ورپيژندل کیږي او د هغو ظالمانو او زورمندانو تاریخ ورته روښانه کیږي؛ چې زرګونه کاله پخوا يې دلته لوی حکومتونه او سترې کلاګانې درلودې لکه عادیان، ثمودیان، فرعونیان… چې د دوی څخه را پاتې محکم برجونه، سترې او مظبوطې تاریخي کلاګانې او ښارګوټي يې غوره بیلګې دي.

الله ج بل ځای فرمايي: ژباړه: ( سوره روم ۴۲ )

پس وګوري چې د ظالمانو، مشرکانو او له حد څخه د تجاوزکوونکو  ځواکمنو انسانانو انجام څنګه ؤ».د (سیرو)څخه مقصد د سیر او سفر په اړه امر دی، په مځکه کې د سیاحت او ګرځیدنې مقصد د انسانانو د بصیرت، پوهې او کمال لوړیدل دي؛ څو د الله پاک له مخلوق څخه پند واخلي او د هغه په عجایبو کې تفکر وکړي، د هغوی تیر قوت او اوسنۍ کمزورتیا څخه خبر شي، لکه رومیان چې د خپل دوران ځواکمن خلک وو ، نن په دې نړۍ کې هغه ځواکمن خلک نشته؛ خو د هغوی  اوسني نسلونه چې د اوسنۍ ایټالیا هستوګن دي د خپلو نیکونو لرغونې سیمې او تاریخي ودانۍ د نړۍ ګرځندویانو ته د خپلو نیکونو د ځواک په توګه ورښيي، چې اوس مهال د دغو لرغونو او باستاني ساحو څخه هر کال ۱۵.۷ میلیارده ډالر عاید ترلاسه کوي، څرنګه چې الله ج د خپل قدرت په توګه د نړۍ د میلیاردونو انسانونو بڼې او څيرې له یو بل متفاوتې پيداکړي؛ همدا شان يې غرونه، مځکې او نور مخلوقات د عبرت او پند په پار په متفاوتو بڼو خلق کړي دي چې د هر یو او هرې سیمې د لیدلو څخه انسان ته عبرت حاصلیږي.

الله ج فرمايي:ژباړه: تاسو اوښانو ته نه ګورئ چې په څه ډول پيدا شوي دي، یعني د هغوی په بوکامونو کې لوړوالی چې د هغوی د ځواک نښه ده( ۷ میاشتې له اوبو پرته ژوند کولای شي .)

او تاسو اسمان ته وګورئ چې په څه شان ودریدلی او تاسو غرونو ته وګورۍ په څه ډول میخ شوي او مځکې ته وګورۍ په څه شان غوړیدلې ده.

په نړۍ کې د ګرځندوی صنعت ورځ تر بلې زیاتیږي د نړۍ ستر پانګوال او حکومتونه د ګرځندوی د ودې او پراختیا لپاره هر وخت نوي پلانونه او طرحې جوړوي؛ څو د دې لارې څخه د عاید ترلاسه کیدا ترڅنګ د نړۍ نورو خلکو ته خپل تاریخ او کلتور وروپيژني او تر خپل فرهنګي اغیز لاندې يې راولي، اړیکي ورسره پیاوړې کړي او د ګرځندوی د صنعت له لارې د ډیپلوماتیکو او سوداګریزو اړیکو پراختیا لپاره زمینه برابره کړي.

همدې ټکي ته په کتو افغانستان هم د ګرځندوی صنعت ته  له نن  څخه ۶۵ کاله پخوا د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال پاملرنه وکړه  او د لومړي ځل لپاره يې په ۱۳۳۷  ه لمریز کال کې  د ګر ځندوی په نوم موسسه جوړه کړه، چې په ۱۳۴۴ ه ل کال کې يې د ګرځندوی د نړیوال سازمان غړیتوب ترلاسه کړ، د ګرځندوی د موسسې په نوم د ادارې د رامنځته کیدو څخه افغانستان ته هر کال په زرګونه ګرځندویان راتلل، په ۱۳۵۴ ه ل کال کې چې د ۱۹۷۵ زیږدیز سره سمون خوري هېواد ته د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو لکه المان، فرانسې، استرالیا، امریکا، هند او انګلستان څخه ۹۰،۸۹۴تنه سیلانیان راغلل چې له امله يې افغانستان د دغو ګرځندویانو څخه په یو کال کې ۱۲ میلیونه ډالر عاید تر لاسه کړ، په ۱۹۷۶ م کې ۹۳،۰۲۶  ګرځندویان له یادو هېوادونو څخه افغانستان ته راغلل چې  هغه کال يې کلنی عاید ۲۸ میلیونه ډالر ؤ ، په ۱۹۷۷ م کال کې د سیلانیانو دغه شمیره( ۱۱۸۳۶۰ ) تنو ته ورسیده، چې اووه ملیونه ډالر عواید ترې  ترلاسه شو او افغانستان د ګرځندوی له برکته د نړۍ د ډېرو هېوادونو د وګړو په ذهن کې د پام وړ ښکلی هېواد وپيژندل شو، که چیرې په افغانستان کې د اوسني امنیت څخه په ګټه اخستنې د ګرځندوی صنعت ته پام وشي او د ځانګړې بودیجې په اختصاصولو سره د هېواد د زرګونو تاریخي او طبعي سیمو لپاره د  لیدنې شرایط د نړیوالو معیارونو او مقرراتو په پام کې نیولو سره برابر شي، د نړۍ سره ډیپلوماتیکې او فرهنګي اړیکې پراختیا ومومي، د بېلابېلو هېوادونو ګرځندویان د افغانستان د طبعي جاذبو او لرغونو سیمو د لیدو لپاره را وبلل شي؛ لیرې نه ده چې  افغانستان به هر کال د ګرځندوی له صنعت څخه تر لس میلیاردو ډالرو زیات عواید تر لاسه کړي او دغه وران ویجاړ هېواد به د ګرځندوی له برکته د اقتصادي بسیاینې او مالي خپلواکۍ پر لور ګامونه واخلي.

د پکتیا ولایت د ځاځي اریوب پارک، د بامیانو د بند امیر حوض، د هرات اختیارالدین کلا، د بامیانو د صلصال اوشمامه مجسمې، د سرپل انګشت شاه، د کندهارچهل زینې، د لوګر مس عینک، د څرخ مولانا سیمه، د کابل قرغه، پغمان، شیوه کي، استالف، د ځاځي پارک، د کاپیسا صیاد، د ننګرهار درونټه، د مزار روضه او د نوګنبد مسجد… هغه تاریخي او سیاحتي سیمې دي چې هر کال زرګونه ګرځندویان ورته راځي.

اورنګ

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *