افغانستان

د پوهنې سرپرست وزیر: ښوونيز نصاب کې د عصري علومو ترڅنګ دیني علومو ته هم پاملرنه شوې

د ډاکټر علي قره داغي په مشرۍ د اسلامي نړۍ د علماوو او شیخو پلاوي د پوهنې له سرپرست مولوي حبیب الله اغا سره لیدنه کړې.

د ډاکټر علي قره داغي په مشرۍ د اسلامي نړۍ د علماوو او شیخو پلاوي د پوهنې له سرپرست مولوي حبیب الله اغا سره لیدنه کړې.

د پوهنې وزارت

سرپرست افغانستان ته د اسلامي نړۍ د علماوو او شيخو د سفر هرکلی کړی او ویلي يي دي؛ زموږ هېواد ته ستاسې سفر په داسې مهال تر سره کېږي، چې نړيواله ټولنه لاهم زموږ په اړه منفي نظر لري او موږ له تاسو غواړو، چې له افغانستان څخه په بېرته ستنېدو سره نړۍ ته زموږ د هېواد رښتيني انځور وړاندې کړئ.

دغه راز د پوهنې وزارت سرپرست د فلسطین د مظلومو خلکو د حقوقو د تامین لپاره مبارزې ته په اشارې سره زیاته کړې، د فلسطین مسئله په ټوله اسلامي نړۍ او اسلامي امت پورې اړه لري او موږ بايد د فلسطيني ولس کلک ملاتړ وکړو.

مولوي حبیب الله اغا څرګنده کړې، ياد وزارت د اسلام د سپېڅلي دین د لارښوونو او د هېواد د خلکو د فرهنګ په رڼا کې د متوازنو ښوونیزو خدمتونو وړاندې کول د خپلې بنسټیزې دندې بولي.

همدارنګه نوموړي د هېواد پوهنې وزارت د ښوونيز نصاب په اړه ویلي؛ زموږ ښوونيز نصاب په داسې ډول ترتيب شوى، چې له عصري علومو څخه په استفادې سره ديني علومو ته هم پاملرنه شوې او دا يوه اړتيا ده، چې ځوان مسلمان نسل باید د عصري علومو ترڅنګ په اسلامي زده کړو هم سمبال شي.

یاد پلاوي ویلي؛ د نصاب اصلاح د نظام له اصلاح سره تړاو لري، ځکه موږ کولای شو په دې کې د غربیانو د منفي افکارو مخه ونیسو.

نوموړو زیاته کړې؛ موږ به په هر حالت کې له تاسو سره همکاري تر څنګ، د پوهنيز نظام ملاتړ کوو او له تاسو سره به په مادي او معنوي ډول مرستې وکړو.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *