افغانستان

په خوست ولایت کې د قرآن کریم د بېحرمتۍ په غندنه ستر لاریون ترسره شو

سه شنبی په ورځ د خوست کې سلګونو هېوادالو سویډن کې د قرآن کریم سوځولو خلاف لاریون کړی او د قرآن کریم بې حرمتي یې کلکه غندلې ده.

سه شنبی په ورځ د خوست کې سلګونو هېوادالو سویډن کې د قرآن کریم سوځولو خلاف لاریون کړی او د قرآن کریم بې حرمتي یې کلکه غندلې ده.
درې ورځې وړاندې په سویډن کې د ترکیې سفارت مخې ته یو ډنمارکي فعال راسمون پالودان قرآن کریم ته اور ورکړ او پر ځمکه یې وغورځاوه؛ چې د پالودان دا جهالت په ډېری اسلامي هېوادونو کې د مسلمانانو له لوري په کلکه وغندل شو.
اسلامي امارت هم د قران کریم بې حرمتي په کلکو ټکو وغندله او په سويډن یې غږ وکړ، چې یاد کس مجازات کړي او له یاد هېواد یې غوښتي، چې بیا چاته اجازه ور نه کړي، چې داسې وحشیانه کړنې وکړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *