اجتماعی

د خيریه بنسټونو فعاليت ته لنډه کتنه

د نبي کريم صلی الله عليه وسلم ارشاد مبارک دی، ژباړه: هغه څوک غوره دی، چې نورو ته يې نفع رسيږي. په دې وروستيو کې د هيواد شتمنو ولسونو د خيريه بنسټ تر عنوان لاندې د بې وزله هيوادوالو لاسنيوي ته رابډوهلي دي. الله تعالی دې د خير بدله ورکړي، خو د اسلام په جامع او ټولنيز دين کې داسې اړخ نشته، چې تګلاره ورته ونه لري، دا چې زموږ د ټولنې خيريه بنسټونو خپل مسؤوليت پيژندلی او په سمه توګه يې ادا کړی وي، په لاندې ليکنه کې ورته په لنډ ډول يادونه کوو.

مقدمه

د نبي کريم صلی الله عليه وسلم ارشاد مبارک دی، ژباړه: هغه څوک غوره دی، چې نورو ته يې نفع رسيږي. په دې وروستيو کې د هيواد شتمنو ولسونو د خيريه بنسټ تر عنوان لاندې د بې وزله هيوادوالو لاسنيوي ته رابډوهلي دي. الله تعالی دې د خير بدله ورکړي، خو د اسلام په جامع او ټولنيز دين کې داسې اړخ نشته، چې تګلاره ورته ونه لري، دا چې زموږ د ټولنې خيريه بنسټونو خپل مسؤوليت پيژندلی او په سمه توګه يې ادا کړی وي، په لاندې ليکنه کې ورته په لنډ ډول يادونه کوو.

د خيريه بنسټونو مثبت لوری: د خيريه بنسټونو مسؤولين هڅه کوي، چې د شتمنو هيوادوالو مرستې تر غريبو هيوادوالو ورسوي، بې وسه هيوادوالو ته خوراکونه توزيع کړي، په سخته کې يې لاسنيوی وکړي، چې دا ټول مثبت اړخونه دي.

د خيريه بنسټونو منفي لوری:

د بهرنيو مؤسسو دندې ترسره کول: بهرنۍ مؤسسې، چې په هيڅ صورت د مسلمانانو په نفع نشي کيدای؛ ځکه رهبري يې د کافرانو په لاس کې ده او کفار د اسلام او مسلمان په خير بلل د الله تعالی له صريحو احکامو انکار دی العياذ بالله. بايد چې د ظاهري ښیګڼه کولو څخه يې اغيزمن نشو او په مطلق ډول يې فعاليت وروتړل شي. د اسلامي امارت په حاکميت سره د دوی په فعاليت تاثير غورځيدلی، غواړي، چې د خپل فعاليت بڼه بدله کړي او د افغاني خيريه بنسټونو په نوم خپل فعاليت ته ادامه ورکړي؛ ځکه داخلي خيريه بنسټونه په يو نه يو ډول د پرديو خارجي مؤسسو سره اډ دي او لا يې هويت هم د عامو هيوادوالو پر وړاندې پټ دی.

بې بنياده مرسته کول: بهرنۍ مؤسسې هم داسې کارونه په اسلامي هيوادونو کې ترسره کوي، چې په اوږدمهاله ډول دوام ونه کړي او تل د دوی مرستو ته اړ پاتي شي، همدې ته ورته کړنې د خيريه بنسټونو فعالين هم ترسره کوي، چې څومره پلټنه وکړې د دوی په فعاليتونو کې زيربنايي کارونه نشته، د فقر څخه په ريښتيني معنی د خلاصولو هڅه نه کوي، ټول ورځني فعاليتونه يې د خوړو ويشل، خوراکي توکو ويشل، پخې غوښې ويشل، بوټ، څپلک، کمپل ويشل او داسې نور. حتی يو يې هم داسې کار نه دی کړی، چې يو بې وزله پکې يوه مياشت خود کفيل شي. الا ماشاء الله. د يوې کورنۍ سره بار بار مرسته کوي، خو په اړه يې د اساسي حل هڅه نه کوي.

د فقيرانو په حصه کې ځان او ملګرو ته روزګار پيدا کول: بهرنۍ مؤسسې دلته ډالري معاش اخلي، د خپل دفتر څخه تر يو وزارت پورې سفر يې د لکونو ډالرو لګښت اخلي، همدې ته ورته کړنې د دوی هم دي، د بې وزله هيوادوالو پر سر چې کومې مرستې ورسره کيږي، په هغو مرستو کې د دوی موټر چليږي، چلوونکی، کيمره وال او نور کاريګر يې له همدې پيسو ډبل معاش اخلي. که څه هم د يو چا په حق کې ځان مصروفول د حق الزحمة اجازه لري، خو د يو اسلامي حکومت په شتون کې بايد شرعي اصول مراعات شي. لکه د زکات مال په تنخوا ګانو کې ورکول نه صحيح کيږي او داسې نور.د واقعي او ميډيايي فعاليتونو توپير: زياتره ځايونو کې داسې ليدل  شوي او ويل شوي، چې ډیرو لږو کسانو ته توزيعات کوي، خو نشرات يې له هغو ډير څه وايي، چې ترسره کړي يې وي.په مرسته کولو کې ښځو او ماشومانو باندې زيات تمرکز کول: که څه هم دواړه ډوله قشر د جامعې بې وسه مخلوق ښکاري، خو هر يو يې مکلف/سرپرست لري، ډير کم به داسې وي، بې سرپرسته وي، خو د دوی توجه ورته زياته ده، دا ډول کړنه ترسره کول مختلف لاملونه لري: لکه د ښځو او ماشومانو په خپله نفع استخدامولو هڅه، د بې لارې توب خوا ته د دوی هڅول، او ماشومان په سوال اموخته کول، چې شرعاً « اعانة علی المعصية » بلل کيږي. داسې شواهد هم شته، چې د خيريه بنسټونو فعالين د بې سرپرسته ميرمنو کورونو ته بيا بيا ورغلي او د يو ډول منفي عکس العملونو سره مخ شوي دي.

ويډيو کول: دا چې ويډيو کول دوی د ځان دپاره يو داسې سند ګڼي، چې ګواکې په موږ څوک د خيانت تور ونه لګوي او موږ د پيسو مالک ته وښيو، چې پيسې دې په ځای مصرف شوې دي، خو دا بديله لار هم لري، لکه د مرسته کوونکي او مرسته شوي په خپل مينځ کې سره نښلول، څو د مرسته شوي لخوا ډاډ ورکول شي، چې ستاسو مرسته ترموږ راورسيده. خو په دې کې ځينې ستونزې هم شته، لکه:

د افغانستان په اړه دنيا ته ناسم تصور وړاندې کول، دنياوال د همدې شميرو له مخې خپل راپورنه جوړوي او دلته د فقر کچه ټيټه او پورته کوي.

د پتمنو کورنيو بې ابرو کول: د يوې بوشکې غوړيو له کبله داسې کورنۍ، چې پلو ليدل يې د خوب ليدل وي، بې ابرو کول، د ويښ وجدان خاوند يې نشي برداشت کولی.

ويډيو په رسنيو کې نشرول: که د دوی هدف دا وي، چې د يو سند په حيث يې موږ مرسته کوونکي ته ښيو، نو بيا يې ولې په رسنيو کې خپروي؟! داسې فقر ځپلې کورنۍ شته، چې سهار اوبيګاه نه لري، خو خيريه مؤسسې ته ځان د همدې ويډیو له کبله نشي ښودلی او خيريه بنسټ هم قسم کړی، چې بې ويډيو يې ته هم ونه وينې.ريا کاري کول: که څه هم دا خبره چا ته دومره غټه نه ښکاري، خو د ريا عمل په شريعت کې شرک بلل شوی دی، کله هم دا دليل نشي کيدای، چې موږ يې د نورو د تشويق لپاره ويډيو کوو؛ ځکه په ناروا لارو تشويق ناروا دی، بهترينه صدقه هغه ده، چې د ښي لاس د عمل په ترسره کولو سره چپ لاس ته معلومات ونشي، يوازې فرضي زکات هغه مهال په ښکاره ادا کول صحيح دي، چې نورو مالدارانو ته د زکات ادا کول ورياد کړي، خو دا مطلب يې هيڅکله هم نه دی، چې د ټولې دنيا مالداران د سوشل ميډيا له لارې خبر شي. په داسې طريقه ترلاسه شوی مال د هيچا په ګټه نشي تماميدای.

د يادو بنسټونو اړوند د اسلامي امارت مسئوليت

خيريه بنسټونه/مؤسسې که څه هم د عدليې وزارت سره تر ثبت پرته کوم فعاليت نشي کولی، خو د ثبت ترڅنګ بايد تر کلک څار او تعقيب لاندې ونيول شي: يعنې په غير مستقيم ډول خپل سري ته پرينښودل شي.

خپل جوړ شوی طرز العمل پرې تطبيق شي: د عدليې وزارت لخوا چې کومه شرایط پاڼه ورکول شوې وي، بايد هر نظامي ارګان ته يې يوه کاپي وليږل شي او د هغوی په توسط يې کړنې وڅارل شي.

بنيادي کارونه ترسره کول پرې لازمي شي: یعنې په يوه کلي کې (۱۰۰۰۰۰) سل زره افغانی  مصرفوي بايد د داسي پلان له مخې يې مصرف کړي، چې د کلي بې وزله کورنۍ په تدريج سره د بې وزلۍ څخه خلاصې شي.

د کار په بدل کې پيسې ورکول: داسې بې وزلان، چې په واقعي ډول کار اوروزګار نشي کولی له هغوی پرته بايد نورو غريبانو ته د کار په بدل کې پيسې ورکول شي؛ ځکه بې عوضه پيسې ورکول د همکارۍ پر ځای د ځوانانو بې لارې کول دي.

په حکومتي چوکاټ کې مرسته کول: داخلي مرستندويه بنسټونه که ريښتيا د ملت غم په سر اخيستي وي، بايد د رياست الوزراء د اقتصادي معاونيت سره په همغږۍ خپل کومکونه وويشي، که دا کار نه کوي، دا په دې معنی ده، چې په اوړو کې يې شګه ده بايد تر جدي څار لاندې ونيول شي او د ملامتيا پرمهال يې بنسټ وروتړل شي.

حکومتي کارمندان د مرستو اخيستلو څخه منع کول: حکومتي کسان بايد مرسته وانخلي، که يې اړتيا وه حکومت يې بايد ورپوره کړي؛ ځکه دولتي کارمند چې د چا د احسان پوروړی شي، بيا د قانون په پلي کولو کې پاتې راځي. داسې معلومات شته، چې يو ولسوال د يوې مؤسسې سره په قانوني چلند د ولایتي ادارې لخوا د هماغه مؤسسې پر وړاندې بې عزته شوی وي.

مفتي فضل شاه افضلي

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن