خلیل الرحمن حقاني: د کډوالو موضوع ته دې باید د اسلامي اصولو له نظره وکتل شي
په افغانستان کې د ترکیې سفیر جنګ اونال د کډوالو او راستنېدونکو چارو له سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني سره لیدنه کړې.
په افغانستان کې د ترکیې سفیر جنګ اونال د کډوالو او راستنېدونکو چارو له سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني سره لیدنه کړې.
په دی ناسته کې په ترکیه کې کډوالو په ستونزو، د بندیانو په خلاصولو او ځینو نورو موضوعاتو خبرې شوي.
اونال ویلي؛ ترکیه له افغانستان سره ښې او ژورې اړیکې لري، په ترکیه کې د افغان دیپلوماتانو شتون او د پلاوو تلل راتلل له افغانستان سره د ترکیې د ښه نیت څرګندونه کوي.
نوموړي زیاته کړې؛ د ترکیې پولیسو لخوا د کډوالو سره د ناسم چلند راپورونه کم شوي او که کوم ځای کې شکایت موجود وي، هم مونږ به یې په اړه اقدامات وکړو.
د کډوالو چارو وزیر
ویلي؛ ترکان او افغانان په اسلامي، عقیدوي او تاریخي توګه له یوبل سره زیات مشترکات لري او دغه مشترکات باید له یوبل سره د ښو اړیکو لامل شي.
حقاني زیاته کړې؛ دا چې ترکیه او افغانستان اسلامي هېوادونه دي، نو د کډوالو موضوع ته هم باید د اسلامي اصولو له نظره وکتل شي.
همداراز دې د غیر قانوني کډوالو قانوني کولو لپاره په کړنلاره کار وشي او افغانانو ته دې کاري ویزې او نورې اسانتیاوې برابرې شي.