د بلخ ولایت د دولت آباد ولسوالۍ په قرشي ګک سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ ۴ کاله مخکې پېښه شوې شخړه د یادې ولسوالۍ د شخړو د حل کمېسیون، قومي سپین ږیرو او د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست په همغږۍ او هڅو حل شوه. د یادې دښمنۍ د له منځه وړلو په موخه ټاکل شوي کمېسیون او قومي مشرانو له دواړو لوریو سره جلا جلا غونډې وکړې او ښکېلي غاړې یې روغې جوړې ته چمتو کړې. د مرکې پر مهال دواړه لوریو په تېرو کړنو د پښېمانۍ څرګندولو ترڅنګ ژمنه وکړه چې له دې وروسته به له یو بل سره د وروڼو په څېر ژوند کوي.
With Product You Purchase
Subscribe to our mailing list to get the new updates!
Lorem ipsum dolor sit amet, consectetur.
نوشته های مشابه
همچنین ببینید
بستن