افغانستان

فراه کې د ۵.۵ ميليونو افغانيو په لګښت یو سربند جوړ شو

فراه ولایت د مرکز اړوند د سور او شوراب او شمالګاه په کليو کې د کرنيزو ځمکو د ښه خړوبولو په موخه په کنسک کلي کې د ۵۰۵ ميليونه افغانيو په لګښت یو سربند جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

فراه ولایت د مرکز اړوند د سور او شوراب او شمالګاه په کليو کې د کرنيزو ځمکو د ښه خړوبولو په موخه په کنسک کلي کې د ۵۰۵ ميليونه افغانيو په لګښت یو سربند جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د ياد سربند د پرانيستې پر مهال د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست استازي ماسټر توريالي نوري باختر آژانس ته وويل چې دا سربند د (UNDP) مؤسسې په مالي ملاتړ د (۱۲۰ مترو په اوږدوالي، د دوو ۴۰ متره استنادي دېوالونو او اړوند نورو چارو په لرلو سره د ۵.۵ ميليونو افغانيو په لګښت جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

نوموړي همدارنګه زياته کړه، چې په مستقيمه توګه له دې سربند څخه د (شمالګاه، سور او شوراب) کليو وګړي ګټه اخلي او له ۱۵-۲۰ زره جريبه پورې ځمکه خړوبوي.

بل خوا سیمې اوسېدونکي بیا د ياد سربند په رغېدو د خوښې څرګندولو ترڅنګ د بخش اباد بند د ژر تر ژره رغيدو غوښتنه هم کوي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن