افغانستان

په هلمند کې د ۱۵ پروژو چارې پیل شوې

د هلمند د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست مسئولین وايي، چې د دغه ولایت په ناوه بارکزایي ولسوالۍ کې د افغانستان لپاره د ټولنیز معیشیت پروګرام له لوري د اوبولګولو کانالونو د پاکولو د ۱۵ پروژو چارې پیل شوې.

د دغه ولایت د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست مسئولینو باختر آژانس ته وویل، چې دغه پروژې د ناوه بارکزايي ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د نړیوال بانګ په مالي ملاتړ د ۲۳ میلیونه، ۱۰ زره او ۷۵۰ افغانیو په لګښت پلې کېږي، چې په کې به ۴۲ ماهرو کاریګرو او ۱۴۷۴ غیرماهرو کاریګرو ته د کار زمینه هم برابره شي.
د مسئولینو په وینا، په یادو پروژو کې ۲۴۳ معلولو او بې سرپرسته کورنیو ته چې د فزیکي کار توان نه لري، د یاد پروګرام له لوري هرې کورنۍ ته د ۱۰ زره افغانیو په ارزښت د خوراکي توکو بستې په پام کې نیول شوې دي.
هېره دې نه وي، چې له دې وړاندې په بېلابېلو ولایتونو کې د افغانستان لپاره د ټولنیز معیشیت پروګرام له لوري د لسګونه پراختیايي پروژې چارې پیل شوې وې.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *