مولوي نورالله نوري: هېواد کې امنیت ټینګ شوی او اوس به پکې د آبادۍ جهاد پیلوو
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست مولوي نورالله نوري په غزني کې د قومونو د همغږۍ او ستونزو د اورېدو په موخه جوړې شوې غونډې ته په وینا کې وویل، چې هېواد کې امنیت ټینګ شوی او له دې وروسته به پکې د آبادۍ جهاد پیل کوو.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر نورالله نوري وویل، چې په هېواد کې آزادي، امنیت او اسلامي نظام حاکم دی او اوس به په هېواد کې د آبادۍ جهاد پیل شي.
نوموړي په هېواد کې وروستیو لویو زیربنایي پروژو ته، چې د اسلامي امارت له واکمن کېدو سره پیل شوې هم اشاره وکړه او ویې ویل، چې ډېر ژر به افغانستان د نړۍ له هېوادنو سره په اقتصادي لحاظ سیال شي.
ورته مهال د غزني والي مولوي محمد اسحاق آخندزاده وویل، چې په دغه ولایت کې د مېشتو قومونو ترمنځ همغږي موجوده ده او زیاته یې کړه، چې د غزني ولس په تېر شل کلنه جهادي دوره کې له اسلامي امارت څخه ملاتړ کړی او اړتیا ده، چې اوس هم له اسلامي نظام څخه ملاتړ وکړي.