اسلامیمقالات

د بدلمنۍ (زنا) ناوړه اغېزې

 

بېشکه په جنسي اړیکو کې د مطلق اباحیت او  همدا راز د زنا، لواطت او نورو حرامو جنسي اړیکو خپرېدا ناوړه اغېز پرېږدي. زمونږ ستر لارښود حضرت محمد صلی الله علیه وسلم له دې اخلاقي ټيټیال او له سلوکي انحراف (کوږوالي) څخه وېرولي وی؛ ځکه چې دا بدکارۍ خپروي او په دې سره اعلان کول داسې وباګانې نشروي چې هغه لویې لویې ریښې لري، هغه د بشر ترمنځ تباهي او مرګ خپروي. نبي کریم صلی الله علیه وسلم وايي: ژباړه: په کوم قوم کې  بدکاري نه ده خپره شوې، څو دوی هغه څرګنده کړې، خو په هغوی کې وباګانې او لوږې خپرې شوې، هغه چې له دوی څخه په مخکینیو خلکو کې  نه وې تېرې شوې، هغه کسان چې مخکې تېر شوي. ابن ماجه

ژباړه: او په یو قوم کې هیڅکله زنا نه ده  خپره شوې خو په هغوی کې مرګ ډېر زیات شوی. (موطا مالک رحمه الله)

په هیڅ قوم کې زنا نه ده خپره شوې، نه یې هغه برالا کړې او خوښه کړې ده، د دې په شان قوم کې وباګانې او نور رنځونه بالکل نا اشنا نوي مرضونه خپاره شوي، چې هغه رنځونه له دوی مخکې نه وو. دوی اوس په هغو رنځونو باندې اخته دي، ورباندې تباه کیږي او مړه کېږي؟

هوکې! دا ټول پېښ شوي دي، تر دې چې نامسلمو ډاکټرانو هم د دې اقرار کړی دی. ډاکټر ګنج په خپل کتاب کې کاږي: زهري ناروغۍ هغه هیلې چې په طبي وسایلو پورې تړلي وي، څو دا ناروغۍ ختمې کړي او یا لږ تر لږه دا کنټرول کړي، نو د هغوی دا هیلې نامراده او ناکامې شوي، بېشکه د دې لاملونه په اجتماعي ظروفو کې نغښتي دي او د انساني سلوک په تغیر کې پت دي. په غربي ټولنو کې په پراخ ډول جنسي ناروغۍ له ډېرو خطرناکو او خورا سختو راګېرونکو څخه ګڼل کېږي، چې انسان رانیسي، په ځانګړي ډول په اوسني عصر کې دی. لکه څنګه چې د روغتیا نړیوال سازمان شمېرنې دې ته اشاره کوي، وايي: چې جنسي ناروغۍپه نړۍ کې  خورا زیاتې خپرېدونکي دي او دې ناروغیو په لویدیځو هېوادونو کې ډېر خطرناک بېړني مشکلات راولاړ کړي دي. نو پر دې باندې د اخته کېدا شمېر په هر عمر کې په ځانګړي ډول په ځوانانو کې مخ په لوړېدا دي. ډاکټر ګولډ وايي: نړۍ کې په هره ثانیه کې څلور تنه په جنسي ناروغیو اخته کېږي. او دا د هغو ثبت شویو احصائيو مطابق دي. او هغه چې د هغه په اړه ډاکټر جورج ګوس وایې بېشکه هغه اعلان شوي رسمي حالات د حقیقي شمېر له څلورمې او لسمې څخه اوړي.

بېشکه دا ناروغۍ د خلکو ترمنځ د وچو خسو خاشاکو د اور په څېر خپرېږي، دا شونې ده چې یو شخص په یو رنځ اخته وي او هغه ټوله کورنۍ پرې ولړي او ستره وبا خپره کړي. او له دېرشو کلونو را په دېخوا چې په برېتانیا کې کومې څېړنې شوې، هغه په ټينګار سره ښيي، چې په جنسي ناروغۍ یو اخته کس د ۱۶۳۹ کسانو اخته کېدو لامل جوړېږي. او هلته په میلیونونو اشخاص موجود دي، نو هغوی به څومره شمېر نور کسان په دې ککړ کړي‼؟

نو دا دردونه، رنځونه، هلاکتونه د دې مرضونو د خپرېدا طبیعي نتیجه ده؛ ځکه خو ډېرې نړیوالې ټولنې د دې تباه کوونکو خطرو د مخنیوي له پاره میدان ته راووتلې. او د دې ټولنو د کارپوهانو وړاندیزونه، سپارښتنې او … وکړل او له دې ټولو سره سره ستونزه هماغسې مخ په زیاتېدو له پېچلتیا سره روانه ده. برابره خبره ده، که دا (هڅې) د دې ناروغیو د ډولونو په هکله دي، که د اخته شویو د شمېر په اړه دي. خو د ناروغیو او ناروغانو شمېر په لسګونو وارې زیات شو، نو د دې خپرېدا وېرنکي حقیقي لامل څه شی دی؟

بېشکه د دې ناروغیو سبب چې شکایتونه پورته کړي او غږونه یې اوچت کړي، هغه خورا څرګند او پېژندل شوي دي، چې ډېر اجراات هم ورته ترسره شوي، ولې هغه ټول بې ګټې وو!

محمد علي عظمت

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *