اجتماعی

دولتي خزانې د تاریخ په اوږدو کې

د مادي ارزښتونوخونې ته خزانه ویل کېږي ، خزانې له پیل نه ددولتونوپه خواپورې وې او په دولتي خزانوکې به جواهرات اونورد لوړې بیې غمي ساتل کېدل ، خزانوهیڅکله په اشخاصو اوافرادو پورې اړه نه ده لرلې ، کله چې موږ د خزانې نوم اخلونو دا په دې ماناده چې ددولت د مالي توان له خونې نه خبرې کوو، انسانانود ټولنیز ژوند له پیل سره سم ددولت یا حکومتي موسسې د جوړېدو اړتیا هم را پیدا شوه او ددولت د جوړیدو سره ددولتي کارونو د مخ ته وړلو لپاره ددولتي خزانې د رامنځ ته کېدلو موضوع هم مطرح شوه چې په دې ترتیب دولتي موسسې هم په زرګونو کاله وړاندې جوړې شوې او په خوا پورې به یې وخت پروخت دولتي خزانې په سرو ٬ سپینو او نورو قیمتي غمیوډکېدلې او تشیدلې د چلند لپاره به یې خاص پوستکي د ژړو مسو سرو اوسپینو سکې جارې کېدلې اود اجناسود بارتر(جنس په جنس )  تبادلې ترڅنګ به له دې سکواوپیسوهم کاراخیستل کېده .

د مادي ارزښتونوخونې ته خزانه ویل کېږي ، خزانې له پیل نه ددولتونوپه خواپورې وې او په دولتي خزانوکې به جواهرات اونورد لوړې بیې غمي ساتل کېدل ، خزانوهیڅکله په اشخاصو اوافرادو پورې اړه نه ده لرلې ، کله چې موږ د خزانې نوم اخلونو دا په دې ماناده چې ددولت د مالي توان له خونې نه خبرې کوو، انسانانود ټولنیز ژوند له پیل سره سم ددولت یا حکومتي موسسې د جوړېدو اړتیا هم را پیدا شوه او ددولت د جوړیدو سره ددولتي کارونو د مخ ته وړلو لپاره ددولتي خزانې د رامنځ ته کېدلو موضوع هم مطرح شوه چې په دې ترتیب دولتي موسسې هم په زرګونو کاله وړاندې جوړې شوې او په خوا پورې به یې وخت پروخت دولتي خزانې په سرو ٬ سپینو او نورو قیمتي غمیوډکېدلې او تشیدلې د چلند لپاره به یې خاص پوستکي د ژړو مسو سرو اوسپینو سکې جارې کېدلې اود اجناسود بارتر(جنس په جنس )  تبادلې ترڅنګ به له دې سکواوپیسوهم کاراخیستل کېده .

د خزانو د ډکولو لپاره د کانونو د را ایستلو تر څنګ له خلکوڅخه مالیې هم اخیستل کېدې او له سوداګرو به محصول را غونډېده اوپه دې توګه به یې دولتي خزانه پرې پیاوړې کوله ،  د زمانې په تېرېدوسره چکونه اونور ارزښت لرونکي سندونه راپیدا شول چې د زرو په مقابل کې د تبادلې یوه بله ښه وسیله ګڼل کېده چې د پیسو وړل او را وړل یې هم آسانه کړل .

په افغانستان کې ددولت موسسه پنځه زره کلن تاریخچه لري ، کله چې یما باچا په بلخ کې د یوه منظم دولت خښته کیښوده رعیت یې په کرکیله او کاروګوماره منظمه دولتي خزانه یې جوړه کړه ګران بیه غمي ٬ جواهر او نور سره او سپین یې په خپله خزانه کې سره راټول کړل اودهېواد د آبادی اوپرمختګ کارونه یې پیل کړل .

تریما وروسته هم خزانه د سیاسي حالاتو تابع وه حکومتونه بدلېدل ٬ را بدلېدل ٬ خپلېدل او پردي کېدل ٬ یرغلګرتلل او را تلل او زموږ په  دې څپڅاند تاریخ کې د افغانستان خزانې هم ټولېدې او لوټېدې ٬ لویدې او وړېدې ٬ وړل کېدې او را وړل کېدې کله به پردي قا بض وو د افغانستان هرڅه به یې وړل او کله به موږ امپراطورۍ او سترواکی جوړولې او د ایران اوهندوستان خزانې به د افغانستان په خزانو کې را غونډېدلې او کله به زموږ خزانې لکه د کوه نورالماس د انګلیستان د ملکې په وربل کې ټومبل کېده .

په هرحال دولتي خزانه د حکومتونو یوه اقتصادي اړتیا وه او د افغانستان حکومتونو تل خزانه درلوده کله تشه کله ډکه ٬ کله پوره او کله نیمګړې ٬کله به چې دو لتونه تش لاسي شول پررعیت به یې ملا ماتونکې مالیې کیښودې ، محصولونه به یې لوړ کړل اوخزانه به یې پرې ډکه کړه . ددې خزانو اعتبار هغه د سرو او سپینوزرو سکې وې چې په بازارکې به چلېدلې اوخلکوبه را کړه ورکړه پرې کوله ، چې دا پخپله هم پیسې وې هم ارزښت ، که به یې سکه نا چله وه نو سرو او سپینو به یې خپله بیه او ارزښت درلود او اړتیاوې به یې پوره کولې په ۱۲۹۸کال په افغانستان کې د کاغذي پیسو له را وتلو سره پیسو په نغد ډول خپل ارزښت له لاسه ورکړ نو له همدې کبله یې په دې نوتونوکې وعدې ورکړې چې (ددې سند لرونکي ته وعده ورکوي چې دغو ښتنې په وخت [لس ، شل ، پنځوس ، سل ، پنځه سوه یا زر ] افغانۍ ورکړي ) دا ژمنه لا تر اوسه د بانګ لخوا په چا پیدونکو نوټونوجاري ده ، دې وعدې ذخیره او پاسره غو ښته او دولت مکلف و چې هم د بهرني اعتبار لپاره په نړیوالو بانګونو کې معتبره پاسره ولري او هم دننه دبانګ لپاره د نغده پشتوانه یا ملاتړ په یوه خوندي ځای کې کیږدي او که څوک رښتیا هم د نوټ په بدل کې زرافغانۍ وغواړي دوی یې باید ورکړي اوپه بانک نوټ لیکل شوې خپله ژمنه ترسره کړي ، ددې ژمنې د تر سره کولو لپاره ددولت په خزانه کې سره او سپین پراته واوهم یې د کاغذي نوټونو تر څنګ طلاوې او د سپینو زرو لوړبیه پیسې جوړولې او بانګ ته یې اچولې ، خو ورو ورو په بازار کې سره اوسپین زر دسکې په توګه نه موندل کېدل او صحنه او ساحه کاغذي پیسو ته خوشې شوه او دولت اړ وچې د نوټونو ملا [پشتوانه] د هېواد دتولیداتو او مصنوعاتو په صادرولو اویا د نغدې ذخیرې په ساتلو ورټینګه کړي او نوټونه د ارزښت له نوساناتو یانې لوړېدنې اوټېټېدنې اوڅپڅپانده حالت څخه وساتي .هماغه و چې د افغانستان ددولت بانګ دخپلې ودانۍ ترشا دارګ په لودیځه برخه د ارګ په پاخه برج کې دننه دخزانې لپاره محفوظ اوخوندي خونه جوړه کړه اود سرو زرو خښتې چې څو ټنه وزن یې درلود کښېودې د روایاتو له مخې دې خزانې ته یې یو داسې کلپ جوړکړ چې کلي یې څلورټوټې کېده یوه ټوټه یې دوخت له مشر او بله یې د مالیې له وزیر دریمه یې د بانګ له رییس او څلورمه یې د ټولو له خزاندار نظرمحمد سره وه  که د کلی دا څلورواړه ټوټې به سره یو ځای نشوې نو کلپ نه خلاصېده او که به کلکه اړتیا نه وه د خزانې د خلاصون هڅه به هم چا نه کوله دا خزانه یوازې څو محدود ځلې خلاصه شوه او نوره به تل کلپ او خوندي وه وروستۍ ځل د کمونستانو پر وخت کې خلاصه شوه او بیا همداسې مهر کړې پاته شوه ٬ د تپل شویو اوخپل منځي جګړو پرمهال به تودې اوازې خپرې شوې چې مرکزي خزانه لوټ شوې او سره او سپین يې د غلو ګودامونو ته لیږدېدلي تر څو دا اوازې د ژور نالیستانو غوږو ته ورسېدې او د هغوی له لارې یې رادیوګانو ته لاره پیدا کړه ، دا خواره واره خبرونه هم وه چې غلو څو ځلې د هغه د لوټلوهڅې وکړې خو د خزانې د خلاصولو لاراوګودر به نه وه ورمعلوم او که یې په پربم اویا ټوپک الوزولي د سرخطریې و  ٬وروسته معلومه شوه چې د بانګ خواخوږ ساتونکو د کلي یوه برخه په کلف کې ماته کړې وه او د کلف خلاصول یې ناشوني کړي وه او په دې توګه زموږ ملي خزانه د زمان له مصایبو نه خوندي وساتل شوه .

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن