گزارش

پکتيا کې يوه پړانګ دوه کسان داړلي

د پکتیا امنیتي مسئولان وايي چې د دغه ولایت په ډڼدپټان ولسوالي کې یوه غرني پړانګ دوه کسان داړلي دي.

 

د پکتیا امنیتي مسئولان وايي چې د دغه ولایت په ډڼدپټان ولسوالي کې یوه غرني پړانګ دوه کسان داړلي دي.

د پکتیا د امنیې قومنداني د وياند مرستیال برکت‌الله مسرور سلام‌وطندار ته ويلي چې «جمعه د لیندۍ درېیمه» د پکتيا ډنډپټان ولسوالي «زنده» کلي کې يوه پړانګ دوه کسان سخت داړلې دي.

د نوموړي په وینا، دغه پړانګ یاد کلي ته له غره څخه راښکته شوی و. پېښه «جمعه، لیندۍ درېیمه» مازدیګر مهال رامنځته شوې ده.

د پکتیا د امنیې قومنداني د وياند مرستیال برکت‌الله مسرور زیاته کړه چې دغه پړانګ د سیمې د اوسېدونکو له‌خوا له‌منځه وړل شوی دی.

له دې وړاندې د پکتیا ځاځي‌اریوب ولسوالي کې هم لېوانو د یوه ماشوم په ګډون شپږ کسان داړلي وو چې یو ماشوم بیا خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

پکتیا چې پر ځنګلونو پوښلي غرونه لري، بېلابېل ډوله ژوي په‌کې ژوند کوي چې وخت ناوخت کلیو ته راښکته کېږي او د خلکو سربېره څاروي داړلي او له‌منځه یې وړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *