گزارش

زابل کې له لسیزو وروسته د ورزشکارانو ترمنځ دودیزې سیالۍ پیل شوې

د زابل ورزش امریت مسئولان وايي چې دغه ولایت کې یې له څه باندې دوو لسیزو وروسته د لومړي ځل لپاره د ورزشکارانو ترمنځ د دودیزو لوبو سیالۍ جوړې کړي دي.

 

د زابل ورزش امریت مسئولان وايي چې دغه ولایت کې یې له څه باندې دوو لسیزو وروسته د لومړي ځل لپاره د ورزشکارانو ترمنځ د دودیزو لوبو سیالۍ جوړې کړي دي.

د دوی په وینا، دغه سیالۍ یې د پخوانیو دودیزو لوبو د بیاراژوندۍ کولو په موخه جوړې کړې دي. یادې لوبې د دغه ولایت د اوو ولسوالیو د ورزشکارانو ترمنځ پیل شوې دي.

په پیل شویو سیالیو کې «نیزه بازي»، غېږ نیونه او ځینې نورې دودیزې لوبې شاملې دي. د دغو لوبې مالي لګښت د  زابل د بدني روزنې امریت او یونېسف له‌خوا ورکول کېږی.

د زابل د ورزش امر احمد غلامي وویل: «دا لوبې به درې ورځې دوام وکړي. زموږ هدف دا دی چې پخوانۍ دودیزې لوبې یوځل بیا راژوندۍ شي، لکه غېږلوبه، اسونو نیزه بازي او داسې نورې…، د دې لوبو مالیي تمویل د زابل تربیت بدني او یونېسف له‌خوا ورکول کېږي.»

په ورته مهال د یادو سیالیو یوه لوبغاړي محمد‌حسن سلام‌وطندار ته وویل، خوښ دی چې دغه ولایت کې د پخوانیو دودیزو لوبو بیاژوندۍ کولو لپاره یادې لوبې جوړې شوې دي.

نوموړي پر حکومت غږ وکړ چې د دغه ولایت هېرو شویو دودیزو سیالیو ته پام وکړي او د بېرته دودولو لپاره یې هڅې ګړندۍ کړي.

هغه وویل: «دا لوبه ما ۲۵ کاله مخکې کوله، بیا مې له هغه راهیسې نه‌ده کړې، دا ډېره ښه لوبه ده. پخوا به د جمعې پر ورځ دا لوبه موږ کوله، خو اوس زموږ وطن کې اسان نه ساتل کېږي، اوس يې هم ډېر شوق لرم.»

په همدې حال کې یادو سیالیو ته راغلي یو‌شمېر ننداچیان هم وايي چې په لومړي ځل یې دغه ولایت کې یادې سیالۍ نندارې کړې.

یوه نندارچي نبي‌الله وویل: «زه ډېر خوشحاله یم، دا زما لومړی ځل دی چې دا لوبه وینم. زما هیله ده چې دا لوبې زابل کې دوام پیدا کړي، ځکه ډېره خوندوره او پام اړونکې لوبه ده.»

نیزه بازي لوبه چې د اسانو او ورزشکارانو پر مټ کېږي، د زابل سربېره د هېواد په ګڼ‌شمېر ولایتونو کې مینه‌وال لري، خو د نه پاملرنې له امله یاده لوبه تر ډېره د خلکو له ذهنه وتلې او هېره شوې ده.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *